تازه او عاجل خبر

غني: د افغانستان سوله پاکستان ته ډېره ګټوره ده

توره بوړه (شنبه، د کب ۱۶ مه ۱۳۹۹ل): د افغانستان ولسمشر اشرف غني د اوولسمې تقنیني دورې درېیم کال پرانستې مراسمو ته په وینا کې ویلي، چې د افغانستان سوله تر بل هر هېواد پاکستان ته ډېره ګټوره ده.

اشرف غني یادې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې پاکستان دې د تېرو لسیزو له سیاستونو تېر شي او یو خپلواک او سرلوړی افغانستان دې ومني.

دغه راز نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان ته ډېر یو ښه فرصت په لاس ورغلی او له رامنځته شوي فرصت باید ګټه واخلي او د افغان سولې په برخه کې دې مرسته وکړي.

د یادولو ده، چې څه موده وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ویلي وو، چې با ثباته او سوله یز افغانستان د پاکستان په ګټه دی او هېودا یې له بین الافغاني مذاکراتو په کلکه ملاتړ کوي

دا هم ولولئ  پاکستان کې د لاريونو په ترڅ کې ۲۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې


د تازه خبرونو او ویډیوګانو لپاره د توره بوړه ویبپاڼې ټیلیګرام چینل درسره فالو کړئ 

https://t.me/TooraboraPashto

Close