تازه او عاجل خبر

بلوچستان کې د پاکستا د بحري ځواک دوه سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

توره بوړه (یکشنبه، د کب ۱۷ مه ۱۳۹۹ل): د راپورونو له مخې د بلوچستان ایالت ګوادر بندر اړوند جیوني سیمه کې د وسلوال برید په ترڅ کې د پاکستان د بحري ځواک دوه سرتېرو ته مرګ ژوبله.
د ګوادر د بحري ځواک امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې دغه برید له ګوادر بندر څخه اویا کیلو متره لرې د جیوني په ګنز سیمه کې د بحري ځواک په ګشت کوونکي موټر رامنځته شوی.
د چارواکو په وینا، په دې برید کې د بحري ځواک یو سرتېری وژل شوی او یو تن ټپي شوی، چې د درملنې لپاره د کراچۍ یو روغتون ته لېږدول شوی.
چارواکي وایي، چې په یاده سیمه کې یې له پېښې وروسته عملیات پیل کړی، خو تر دا مهاله په دې اړه کومه لاس ته راوړنه نه لري.
که څه هم د یادې برید مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو د ګوادر بندر تر څنګ د بلوچستان په یو شمېر نورو سیمو کې هم دا ډول وسلوال بریدونه ترسره کېږي، چې پړه یې تر ډېره بلوڅ وسلوال تنظيمونه مني.
د یادولو ده، چې تېره ورځ هم د بلوچستان په سيوۍ سيمه کې هم پر یو پوځي موټر د ماین چاودنه شوې وه، چې ۹ کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه

دا هم ولولئ  غور ولايت کې مزدور دښمن د ملکي خلکو کورونه چور او سوځولي.


د تازه خبرونو او ویډیوګانو لپاره د توره بوړه ویبپاڼې ټیلیګرام چینل درسره فالو کړئ 

https://t.me/TooraboraPashto

Close