تازه او عاجل خبر

امریکا: بغیر د پاکستان له مرستې افغان سوله نا ممکن ده

توره بوړه (یکشنبه، د کب ۱۷ مه ۱۳۹۹ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د سولې راتګ د پاکستان له مرستې پرته نا ممکن کار بللی.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزرات ویاند زید ترار په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې افغان سوله د ګاونډي هېواد پاکستان له همکارۍ پرته نا شونی کار دی.
نوموړی په داسې حال کې د سولې په تړاو او له افغانستانه د امریکایي سرتېرو د وتلو په هکله د پاکستان کردار مهم بللی، چې تېره ورځ ولسمشر اشرف غني یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي وو، چې پاکستان ته ډېر ښه فرصت په لاس ورغلی او باید له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړي او افغان سوله کې له دغه هېواد سره مسته وکړي.
نوموړي زیاته کړې وه، چې پاکستان دې د تېرو لسیزو له سیاستونو تېر شي، خپلواک او سرلوړی افغانستان دې ومني، او په خبره یې: که افغان سوله ناکامه شي نو پاکستان ته به تر بل هر هېواد ډېر زیان واړوي.

دا هم ولولئ  په غزه کې د اسراییلو بې پیلوټه الوتکه غورځېدلې

پاکستان هم په وار وار ویلي، چې افغان سوله پاکستان لپاره ګټوره ده او دوی د سولې له روانې پروسې څخه په کلکه ملاتړ کوي.



د تازه خبرونو او ویډیوګانو لپاره د توره بوړه ویبپاڼې ټیلیګرام چینل درسره فالو کړئ 

https://t.me/TooraboraPashto

Close