تازه او عاجل خبر

بلخ کې ۱۴ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

توره بوړه (یکشنبه، د کب ۱۷ مه ۱۳۹۹ل): د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې د طالبانو د برید له کبله ۱۴ پولیس وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د بلخ د ولایتي شورا غړی محمد امین دره صوفي وایي، چې دغه برید تېره شپه د یادې ولسوالۍ اړوند شهرک ترکمني سیمه کې د پولیسو پر یوه پوسته رامنځته شوی.
د نوموړي په وینا په دې برید کې ۱۰ تنه عسکر وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.
طالبانو د دې برید مسؤلیت منلی او ویلي یې دي، چې په یاده سیمه کې یې تېره شپه د پوستې ۱۰ عسکر وژلي، یو تن یې ټپي کړی، یو ټانګ او ګڼ شمېر وسله او مهمات یې له ځان سره وړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر ماښام د یاد ولایت چهاربولک ولسوالۍ اړوند ګورتپه سیمه کې دولتي عسکرو د تپې په نوم یوه غټه قرارګاه خوشې کړې، چې هلته هم ګڼ شمېر مهمات او لوازم یې د طالبانو لاسونو ته ورغلي.

دا هم ولولئ  هرات کې د اربکیانو پر مرکز موټربم برید شوی


د تازه خبرونو او ویډیوګانو لپاره د توره بوړه ویبپاڼې ټیلیګرام چینل درسره فالو کړئ 

https://t.me/TooraboraPashto

Close