تازه او عاجل خبرکابل حالات

کابل کې وسلوال برید دوه تنو ته مرګ ژوبله اړولې

توره بوړه (یکشنبه، د کب ۱۷ مه ۱۳۹۹ل): د راپورونو له مخې کابل ښار کې د نامالومو وسلوالو په بریدونو کې یو کس وژل شوی او یو ټپي شوی دی.

د کابل پولیسو رسنیو ته ویلي، چې تېره شپه نامالومو وسلوالو د پنځمې امنیتي حوزې اړوند کمپنۍ سیمه کې یو تن په ډزو وژلی دی.

پولیس زیاتوي، چې ورته مهال په یاده سیمه کې یو بل کس هم د وسلوالو د یو برید په ترڅ کې ټپي شوی .

پولیس وایي، چې له پېښو وروسته یې په سمدستي توګه پلټنې کړي چې په نتجه کې یې یو تن د قتل په تور نیولی دی.

دیادولو ده، چې له کابل ښاره د ورته بریدونو او هدفي چاودنو خبرونه ډېر تر لاسه کېږي چې ډېری قربانیان یې علمي او اکاډمیک شخصیتونه وي.



دا هم ولولئ  کـنـدهـار کې د کابل ادراې ۳۵ تنه عسکر او اربکیان مجاهدینوسره یوځای شول
Close