تازه او عاجل خبر

سعودي عربستان: د حوثي وسلوالو ۱۰ ډرون الوتکې مو رانسکورې کړي

په یمن کې د سعودي په مشرۍ ایتلاف وايي د یکشنبې په ورځ یې د حوثي غورځنګ لس وسله وال ډرونونه له منځه وړي ، چې لږ تر لږه اوه  ډرون الوتکې د خمیس مشیت په لور او یوه د جازان په لور  په سویل سعودي عربستان کې ويشتل شوې ده او دوه نورې سرحدي سيمو کې ويشتل شوي دي.
حوثيان چې د مارچ ۲۰۱۵ کال راهېسې د یمن په کورنۍ جګړې کې له مداخلې نه وروسته له سعودي پوځي ایتلاف سره په مبارزه بوخت دي چې پدې وروستیو کې يې د سعودي عربستان په ښارونو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه ډیر کړي ، چې ډیری یې د سلطنت په جنوب کې دي.
حوثيان چې د ايران پراخ ملاتړ يې ترشاه دی د يمن ډيرې سېمې پخپل واک کې لري او د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف ضد عمليات ترسره کوي.
تازه د يمن په مارب او تاز سيمو کې هم د دواړو لورو ترمنځ سخت جنګونه روان دي او دواړه لورې يو بل ته د پراخې مرګ ژوبلې اړولو خبرونه ورکوي.

دا هم ولولئ  د زابل ولایتي شورا رییس د خونړي برید ښکار شو


د تازه خبرونو او ویډیوګانو لپاره د توره بوړه ویبپاڼې ټیلیګرام چینل درسره فالو کړئ 

https://t.me/TooraboraPashto

Close