تازه او عاجل خبر

صوماليه کې موټر بم بريد ۲۰ حکومتي کارمندان وژلي

د يوې غير ملکي رسنۍ د راپور پر بنسټ د صوماليه په موګاديشو ايالت کې د حکومت اړوند پر يو ستر هوټل موټربم بريد شوی او لسګونه تنه يې وژلي دي.

په پلازمینه موګاديشو کې د پولیسو یوه لوړ پوړي افسر ، کیپټن عدن عثمان ، رسنيو ته تایید کړې ، چې د چاودیدونکو توکو څخه ډک یو موټر د ځایي وخت په شاوخوا اته بجو بندر ته څیرمه د (لول یمن رستورانت) په دروازه کې چاودنه کړې،چې په پايله کې يې ۲۰ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپيان دي.

دا  د ۲۰۲۰ کال راهېسې دوهم موټربم بريد دی چې په ياد حکومتي هوټل ترسره کيږي.
د القاعدې اړوند وسلوالې ډلې(الشباب) د ياد بريد مسووليت پر غاړه اخيستی او حکومتي کارمندانو ته يې د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.



د تازه خبرونو او ویډیوګانو لپاره د توره بوړه ویبپاڼې ټیلیګرام چینل درسره فالو کړئ 

https://t.me/TooraboraPashto

دا هم ولولئ  هرات کې د اربکیانو پر مرکز موټربم برید شوی
Close