ټولنيزې ليکنې

د جمهوريت مينوالو!

تاسې څه فکر کوې که چيرته ( نعوذ باالله ) رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) د ابو جهل مقابله د انتخاباتو له لارې کړى وه نو چا به ګټلي وه ؟ حال دا چې اکثريت له ابو جهل سره ولاړ و .
که چيرته موسى عليه السلام د فرعون سره د انتخاباتو له لارې مقابله کړي وه نو ايا ګټه به يې تر لاسه کړي وه ؟؟؟ حال دا چې اکثريت له فرعون سره و .
که چيرته ابراهيم عليه السلام د نمرود مقابله د ووټ او انتخاباتو له لارى کړى وه ايا بريا به يې په نصيب شوى وه ؟؟؟ حال دا چې اکثريت له نمرود سره ولاړ و او په جمهوريتونو کې اکثريت ګټونکي او د حق معيار وي خو څرنګه چې د انبياء عليهم السلام د جمهوريت له لارې د کاميابيدو امکان او چانس نه و نو د هغوى صالحه امتيان به څنګه په دې ډګر کې بريا تر لاسه کړي ؟؟؟
په دى نظام کې نيک او صالحه خلک داسې ناکامه وي لکه څرنګه چې د قمار ، شرابو او زنا په ميدانونو کې ناکام او پاتې ګڼل کيږي يعنې په دى ميدانونو کې د فاسقو او منافقو خلکو مقابله نه شي کولای او نه چيرته صالح او دينداره خلک داسې ميدانونو ته د مقابلې لپاره ځي، تقريباً سل کلونه وشول چى مسلمانان د خلافت څخه محروم شوي دي او جمهوريتونو ته يې مخه کړى ايا په دې سل کلن جمهوريتونو کې مسلمانان حاکم دي او که محکوم ؟؟؟ ايا په دې تش په نوم اسلامي جمهوريتونو کې د الله تعالى احکام کله نافذ شوي دي او که معطل شوي دي ؟؟؟
ان الحکم الا لله امر الا تعبدوا الا اياه ذلک الدين القيم ولکن اکثرالناس لا يعلمون

دا هم ولولئ  د بهرنیو سیریالونو اهداف!


Close