پیغامونه اورسمي بیانونه

د دوحې تړون د لومړۍ کلیزې په مناسبت دائر شوي سمينار ته د اسلامي امارت د مرستیال الحاج خليفه ملا سراج الدين حقاني حفظه الله پیغام

بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلي علی رسول الکريم امابعد!

قدرمنو قلموالو وروڼو! ترهرڅه وړاندې تاسو ته د دې تاریخي ورځي او تاریخي توافقنامې د لومړۍ کلیزې په مناسبت مبارکي وایم. همدارنګه د هیواد د ازادۍ په لاره کې د روانو جهادي، سیاسي او فرهنګي بریاوې دې هم درته مبارک وي. که حالات مساعد وای ضرور به مې په دې مجلس کې ګډون درسره کړی وای خو فی الحال به په دې پیغام اکتفاء وکړو.

په دې لار کې چې زموږ څومره خواږه ملګري شهيدان شوي دي، هغوی ټولو لره د خدای تعالی نه په جنت کې لوړې درجې او بېرته پاته کورنیو ته يې جمیل صبر او نعم البدل غواړم! څرنګه چې تاسو ښه پوهېږئ چې زموږ او ستاسو د دې سپېڅلي صف پر سیاسي، جهادي او فرهنګي وحدت نن تقریباً ټوله نړۍ اعتراف کوي، دوستان او دښمنان دواړه پرې معترف دي، چې دا یو نه ماتېدونکی فکري، عقیدوي او ملي صف دی، نو ضروري ده چې موږ نور هم پرخپلمنځي یووالی او وحدت باندي اعتصام وکړو.

خپلې هغه بریاوې چې د توري په ډګر کې د سرښندونکو مجاهدینو د سپېڅلو وینو په برکت ترلاسه شوې؛ د هغوی د حفاظت لپاره نور هم خپلو مسئولیتونو ته متوجه سو او دا ترهرچا زیات د اهل قلم او اهل علم وروڼو مسئولیت جوړیږي، زه په دې اعتراف کوم چې تاسو غوندې اهل قلم مجاهدینو د سنګر د مجاهدینو ترڅنګ ستر قلمي جهاد ترسره کړی، نن ورځ چې زموږ د سپېڅلو سرښندونکو مجاهدینو د قربانیو خارق العاده داستانونه د دنیا والو ترغوږونو او سترګو رسیږي؛ په دې کې د فرهنګي ډګر اهل قلم مجاهدین هم پوره برخه لري، چې زموږ د دې تاریخي جهاد د بریا داستان به د تاریخ په پاڼو کې د همدې قلموالو وروڼو له برکته ثبتیږي.

زه تاسو ته ډاډ درکوم چې تاسو د دین او وطن د آزادۍ په لاره کې د عملي جهاد ترڅنګ د ژبي او قلم د جهاد ویاړ هم لری، چې بدله به یې د الله په نزد ډېره اوچته وي.

خو د یو شي یادونه زه هم د ځان دپاره او هم ستاسو لپاره ضروري ګڼم، هغه دا چې زموږ او ستاسو دا قربانۍ به هله ښه ثمره راوړي چې په دې سپېڅلي عبادت (جهاد) کې مو نيت خالص د الله تعالی لپاره وي، او د عبادت په نيت په دې لاره کې برخه واخلو او دا په پام کې ولرو چې موږ به الله تعالی ته د زرې، زرې حساب ورکوونکې هم یو، څومره بدله چې له الله غواړو، همداسي مو امتحان هم سخت دی.

اسلامي امارت د خپلې ژمنې له مخې د توافق نامې د عملي کولو پوره کوشش کړی دی، حالات يې کنټرول ساتلي دي، له توافق نامې وروسته په بهرنيانو باندې يو بريد هم نه دی شوی، چې دا زمونږ په خپل عهد باندې د وفاء دليل دی، مګر د مقابل لوري تخلفات او غلطۍ په شمېر کې له زرو څخه اوړي، همدا راز د امريکا نوي حکومت په لوی لاس د بې اعتمادۍ فضاء جوړه کړې ده، که چېرته د توافق نامې د عملي کولو باور غواړي بيا دې د تړون په ارزونه کې نه هېروي چې د نقض په صورت کې به عواقب ډېر ورته خراب وي، بيا هم مونږ په دنيا غږ کوو چې په لوی لاس دې جنګ ته لاره نه هواريږي او جوړ شوی اعتماد دې په بې اعتمادۍ نه بدليږي.

په آخر کې یوځل بیا د فرهنګي کمېسیون مسئولینو او ټولو کارکوونکو ته د دې سمینار د رابللو او ټولو مطبوعاتي هڅو کې د بریا دعاء کوم، تاسو او په دې سمینار کې ټولو ګډونوالو وروڼو ته د دې ویاړمنې ورځې چې د هیواد د اشغال د خاتمې تاریخي تړون پکي لاسلیک شوی؛ او تاسو یې نن د لومړۍ کلیزي په پار سره را غونډ شوي یاست، لمانځنه یې کوی؛ مبارکي وایم، الله پاک دې دا توافقنامه زموږ او ستاسو د ځورېدلي ولس د سوکالۍ پیلامه او د هیواد د تلپاتي استقلال وسیله وګرځوي.

ستاسو علمي او فرهنګي هڅې د ډېرې ستاینې وړ دي، الله تعالی دې په خپل دربار کې مقبولي وګرځوي.آمین

والسلام

د افغانستان د اسلامي امارت مرستیال خلیفه سراج الدین حقاني

 



Close