پیغامونه اورسمي بیانونه

په کندهار کې د امریکايي اشغالګرو لخوا د بې مورده بمبارونو په اړه د اسلامي امارت د ویاند عبرګون

د دوحې له تړون څخه د مکررو سرغړونو په دوام، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ ریګو، د خاکریز ولسوالۍ په ټانګړي دره کې او د ارغستان ولسوالۍ بالاژړۍ سیمو کې د امریکايي اشغالګرو لخوا په هغو مجاهدینو بمبارونه وشول چې یا په سفر روان وو او یا په خپلو مرکزونو کې اوسېدل.

د دغو وحشتونو له امله یو شمېر مجاهدین شهیدان او ټپیان شوي دي.

موږ د امریکايي اشغالګرو لخوا دغه ډول جنایات او بمبارونه په کلکه غندو، دا په ښکاره ډول د دوحې له تړون څخه سرغړونه ده، چې په هیڅ ډول توجیه کیدلای نشي.

اسلامي امارت یوځل بیا په امریکايي جهت غږ کوي، که دا ډول خپل سریو او د تړون خلاف بمبارونو ته دوام ورکوي، د اسلامي امارت مجاهدین هم له خپلو افرادو او ولس څخه د دفاع حق لري او د بهرنېو ځواکونو په وړاندې به ورته ګام پورته کړي.

په هغه صورت کې به د بدو عواقبو مسؤلیت د امریکايي اشغالګرو په غاړه وي.

قاري محمد یوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند.

Close