ټولنيزې ليکنې

د خوراک مهم اداب

د خوراک له ادابو دا هم ده چې سترګې به لاندې لرې او پر دسترخان درسره ناستو خلکو ته به نه ګورې. غَضّ الطَرْف عن الجليس. الروض المربع شرح زاد المستنقع لمنصور بن یونس البهوتي (1051/1000هـ) رحمه الله

د خوراک دا ادب خورا پر ذوق برابر او ښایسته ادب دی، تاسې دا ځیني خلکو ته ګورئ، چې پر دسترخان خلک څاري؛ څومره بد ښکاري او څومره د نفرت وړ ګرځي! دوی دې پوه شي چې دا بد اخلاقي یې خلکو ته ضرر ده، شاید د دوی له امله ځیني خلک ځانونه ښه ماړه نه کړي او یا بېخي خوراک پریږدي.

لکه ویل کیږي د اموي خلیفه هشام بن عبدالملك دسترخان ته یو کوچي ورغی، هغه د خوراک په جریان کې ورته وویل: کوچیه! په ګوله کې دې وېښته دی! کوچي په تعجب ورته وویل: ته مې دومره دقیق څارې چې ان زما په ګوله کې دې وېښته ولید؟! والله که نور ستا سره د خوراک څکه هم وکړم، کوچی ولاړ او روان شو او دا بند یې له ځانه سره زمزمه کوه.

د هغه بخیل له لیدلو مرګ ډېر ښه دی، چې له کسته د خوړونکي لور ته د سترګو له کونجونو ګوري.

وللموتُ خيرٌ من زيارةِ باخلٍ
يُلاحظُ أطرافَ الأكيلِ على عمدِ
العقد الفريد (1/241)



Close