سیاسي لېکنې

مسلمان وژنه!!

د پرديو په لاس روزل شویو مزدورو عسکرو مو د مسلمان ملت وينو تويولو ته کلکه ملا تړلی. ورځ تر بلې يې د وحشت کړۍ پراخيږي. ماشومان، زنانه، نارينه، تعليم يافته، سياسي څهرې او د ازادۍ غوښتونکې قدرونه راته ورځ تر بلې په ډیر وحشت او قساوت په شهادت رسوي.
زمونږ مسلمان ملت چې د شلو کالو راهيسې د ظلم او وحشت په لمبو سوزي، لا تراوسه پرې نه کوم ګاونډي او نه خپل غدار ورور د رحم لاس راکش کړی بلکه، چې څومره ظلم او وحشت يې پر وس برابر وو پرې یې ترسره کړی.
د دې کلونو راهيسې د ظلم او وحشت په روانه لړۍ کې څو ورځ وړاندې د امريکا په لاس روزل شويو ضربتيانو د طالب او القاعده په نامه ۱۵ هېواد وال په شهادت ورسول، چې له جملی يې يو دوه ورځني ماشوم وو.
همدا رنګه بېګاه شپه د پردیو په وسله سمبالو قطعو د انسانيت، اخلاقيت او جنګ له دایرې وتلی عمل يو وار بيا تکرار کړی او د ننګرهار د کامې په ولسوالۍ کې يې دوه ورونه په بمونو الوځولي او شهيدان کړي یې دي . ددې ظلم او بربریت څخه وروسته د شهیدانو له کوره راتلونکو چيغو او اهونو، د هر مومن سينه وداغله، خو افسوس.
دا ملت اوس يوازې د اللّٰه جل جلاله کومک او هغو سرښندونکو مجاهدينو ته سترګې پر لار دی، چې د ملت لپاره دسر، مال او منصب څخه تېر او د دار او زندان سختیو ته يې لبيک ويلی.
نو ان شاء اللٌٰه نزدې ده، چې د ظلم دا کاسه به نسکوره او پر ځای به يې دعدل او انصاف سپيڅلی نظام چې اسلامي نظام دی حاکم شي او مجرمين به د حق منګلو ته وسپاري.

دا هم ولولئ  د روژې په دریمه رامنځته شوې، د اسلام د تاریخ مهمې پیښې


زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
Close