سیاسي لېکنې

امريکا او ناټو ته!!

لیکوال: ر، ف ملاخیل
طالبان به د خپلو ټوپکو شپیلۍ تر هغې له وګې ښکته نکړي او د ټوپکو خولې به ستاسې له سینو لیري نکړي، تر څو چې ددې خاورې نه په بشپړ ډول ونه وځۍ!
د شلو کلنو په دوامداره جګړې سره اخر امریکایان دې ته اړ شول چې سولې ته تن کیږدي او د اسلامي امارت سره خبرو اترو ته ته کیني ، ځکه امریکا تر دې دمه د افغانستان په جګړه کې تریلینونه ډالر ولګول خو پایلې یې منفي او امریکا په شش او پنج کې پاتی شوه.
اوس پوښتنه داده چې افغانستان ته به سوله کله او څنګه راځي؟
اسلامي امارت تل هڅه او هاند کوي تر څو د افغان جګړې اصلي عاملینو، یرغلګرې امریکا او ناټو ته وښايي، چې دلته سوله تر هغې ناشونې ده، چې ترڅو تاسې خپل اشغال په مکمل ډول پای ته ونه رسوۍ .
همدا لامل دی، چې طالبانو د اشغال د خاتمې لپاره د تفاهم لار غوره وګڼله او دې ته یې ترجیح ورکړه، چې د امریکا او د کابل ادارې سره مخامخ د مذاکرې میز پر سر کیني او یو تفاهم وکړي، یو پایلې ته ورسیږي تر څو یو دایمي سوله راشي او جګړه پای ومومي خو د نه منلو او سرکشۍ په صورت کې به د تېر په څیر يو وار بيا د جهاد لار غوره کړي.
د پورته پوښتنی په ځواب کې دا باید روښانه او تشریح شي چې اسلامي امارت د سولې لپاره خپله اسلامي او انساني امادګي په بشپړ ډول سره ښوودلې، تل یې په دې تینګار کړی، چې د یرغلګرو په وتو سره باید سوله حتمي قایمه شي.
ایا یرغلګر به د خپلو ژمنو او دوحي د تړون سره جوخت ووځي او که د وتو لپاره به پلمې لټوي؟
کله چې د دوحې تړون لاسلیک شو، طمعه هم دا وه چې امریکایان به د ټاکلي مهال ویش سره برابر حتمي ووځي، د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال هر څه د دوحې د تړون برابر روان ول او ټرمپ قاطع تصمیم لره چې امریکایان به نور دې اوږدې جګړې ته د پای ټکې کیږدي
خو د امریکا نوي جمهور ریيس بایډن د دوحې تړون ته ژمن پاتي کیږي، خپل سرتیري د مۍ په میاشت که وباسي او که هسې پلمې لټوي؟
فکر کوم چې امریکا نوره له جنګه ستړې شوې، د طالبانو جګړو ورته په میلیاردونو ډالرو زیان اړولی او دا جګړه ورته ډیره درنه پریوتي، ځکه خو نور نه غواړي چې جګړه کې ښکیله پاتي شي.
کله نا کله امریکا وایې چې په ټاکلي وخت او زمان به وځي، خو اوس وایې چې بایډن لا دا سخته پریګړه نده تاييد کړې، طالبانو څو ځلې دا خبره تکرار کړې که امریکا د دوحي د تړون سرغړونه وکړي، د بدو عواقبو وروستی مسولیت به د بایډن په اداره وي.
په دوحه کې د طالبانو سره د خلیلزاد وروستۍ لیدنې او ناستې دا جوته کړه چې د امریکا او طالب پلاوې تر مینځ لا هماهنګي شته او د یو لړ معقولو لارو پیدا کولو په لټه کې دي.
که د اسلامي امارت اوه زره اسیران له بند څخه ازاد شي او ورسره د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو نومونه د ملل متحد د تور لیست نه صفا او لرې شي بې له شکه چې سوله به حتمي راځي. که امریکا خپل هوډ مات کړ او پخپله وعده یې وفا و نه کړه او امریکا او ناټو د وتو لپاره هسي بهاني ولټولې بیا نو د بدو عواقبو پړه به د امریکا او د ناټو پر سر وي.
د اسلامي امارت مشر تابه تل دا ټینګار کړی چې تر هغې به د اسلامي امارت مجاهدین خپل ټوپک له اوږې ښکته نکړي او شپیلۍ به یې د دښمن له سینو او‌ ککريو ټیټې نکړي، تر څو امریکا او ناټو خپل ټول ځواکونه او سرتیري ددې خاوري له حریم نه ویستي نه وي، کنه د راتلونکو بدو عواقبو ټول مسولیت به د همدغو یرغلګرو پر غاړه وي.

دا هم ولولئ  *د روژې په شپږمه رامنځته شوې، د اسلام د تاریخ مهمې پیښې.*


زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
Close