سیاسي لېکنې

ملا عمر مجاهد رحمه اللّٰه

دچارواکوخاطرې ۹۱مه برخه: [په یوه فرمان د اعزازي القابو لغوه کول] “د طالبانو په واکمنۍ کي ځینو خلکو هڅه وکړه چي له کابل_پوهنتون او علومو اکاډمۍ څخه علمي رتبې او القاب په ناقانونه ډول یا هم په اعزازي توګه تر لاسه کړي.
دوي د کمونیستي دورې او رباني رژیم پرمهال په ناقانونه ډول د پوځي او علمي رتبو تر لاسه کول په دلیل کي راوړل چي سلیمان لایق پکښي اکاډمېسن او څو نور پکښي پوهاندان او بې شمیره پکښي جنرالان سول.
ملا محمدعمر چي د مدرسي یو طالب او له دي مسایلو سره ډېر بلد نه وو، خو کله چي د پوهاند په ګډون یو لړ علمي رتبې په اعزازي ډول ترلاسه کېدې او په یو ډول یې په مشرتابه هم امضا کولې، آن چې د اولمپیک ریس عبدالشکور_مطمین چي د کابل د پغمان اوسیدونکی او په څو لوبو کي ئې مډالونه اخیستي وه؛ هڅه کوله چي د پوهاند لقب په اعزازي توګه تر لاسه کړي، په همدی نیت ئې کندهار ته سفر لاره تر څو په مشرتابه همدا لقب لاسليک کړي. زما په دفتر کي د علومو اکاډمۍ رئیس [محمد_حسین_مستسعد] ورسره لانجه وکړه. مستسعد ورته وویل: “ته د لوبو اتل کېدای سې خو پوهاند علمي رتبه ده، ستا دا هڅه د علمي ادارو سپکه او د نظام بدنامي ده!”.
همدا راز د شریعت ږغ راډیو عمومي رئیس، چي خاصي زده کړې ئې نه لرلې او يوازي نطاق او له نورو سره ئې فقط د حنجري تفاوت لاره، په ډېره نادوده طریقه د پوهنتون پر ځای له بلي اداري د پوهاند لقب تر لاسه کولو هڅه وکړه او څه وخت ئې په رادیويې خپرونو کې هم له خپل نامه سره د (پوهاند) کلمه وکاروله.
کله چي د علمي ادارو له خوا ملا_محمد_عمر ته شکایت ورسید، ملا محمد عمر د علمي ادارو له چارواکو سره له مفاهمې وروسته یواځي په یوه فرمان د خپلي دوري ټول نا قانونه او اعزازي القاب لغوه اعلان کړل!
په دې فرمان سره د ډېرو جعلي پوهاندانو له اوږو د پوهاندۍ دروند پوستین وغورځید. دوکتوران او قضاوت پوهان هم له القابو عاري سول، له هغه وروسته بیا تر اخیره چا د اعزازي لقب دتر لاسه کولو هڅه ونکړه.
سرچيني: ملا محمد عمر، طالبان او افغانستان/عبدالحی مطمئن

دا هم ولولئ  *د روژې په شپږمه رامنځته شوې، د اسلام د تاریخ مهمې پیښې.*


زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
Close