سیاسي لېکنې

صدام حسین او فکر یې

لمر شرفزوی

صدام حسین څوارلس کاله وړاندې له نړۍ کډه شو او پرون هغه قاضي هم له نړۍ کډه وکړه، چې د صدام حسین د اعدامولو پرېکړه یې کړې وه. صدام حسین ته د مرګ د سزا ورکوونکی قاضي محمد عریبي الخلیفه په خپله د صدام د یو ځانګړي فرمان له مخې په ۲۰۰۰ز کال کې قاضي شوی و. دا چې صدام حسین د امریکا په فشار د امریکا د ګوډاګي حکومت له لوري اعدام شو، نو ځکه یې په اسلامي نړۍ کې ډېرو زړونو ته لار وکړه او ډېر مسلمانان پرې ودردېدل، خو زه په خپله د صدام حسین او د عراق د شته حکومت د ولسمشر برهم صالح تر منځ هیڅ توپیر نه وینم. که شته ولسمشر برهم صالح اسلام ته شا کړې او اسلام دښمنه سړی ګڼل کېږي، نو صدام حسین هم هغه عراقي ځوانان پر دار وځړول، چې له روسانو سره د افغان جهاد لپاره یې د عراق په مسجدونو کې د افغان مجاهدینو لپاره چندې راټولولې. صدام حسین د افغان جهاد پر مهال له روسانو سره مالي مرستې وکړې او روسانو ته یې د مجاهدینو د له منځه وړلو لپاره وسلې او ټانګونه هم ورکړل. که برهم صالح د امریکا په غېږه کې پروت دی، نو صدام حسین هم د روسیې په غېږه کې پروت و. نه د صدام حسین په وخت کې د اسلامي شریعت د تطبیق خبره شوې او نه یې د عراق اوسنی نظام کوي. صدام حسین د عرب نېشنلېزم له خټو د جوړ کمونېست بعث ګوند افکار پر عراق او عربي نړۍ حاکمول غوښتل او برهم صالح د کردانو د کمونېست ګوند د افکارو وده او ترویج غواړي.
لکه څنګه چې د برهم صالح زندانونه له اسلامپالو ډک دي؛ همدغه ډول د صدام حسین په زندانونو کې هم د اسلامپالو د بند مودې له یوې لسیزې اوښتې. ددې خبرې لپاره د شهید عبد الله عزام لیکنې ستر دلیل دی، ځکه د نوموړي په شاوخوا کې سلګونه عراقي مجاهدین راټول وو او د صدام حسین د زندانونو او په عراق کې د صدام له لاسه د سختو شپو کیسې یې ورته کړې وې. نوموړي د توبې د سورت په تفسیر کې یو ځای څرګند لیکلي، چې د صدام حسین په تن کې د اسلام کوم څرک نشته، ځکه د صدام افکار کفري دي.
صدام حسین په عراق کې د اسلامي احکامو مخه لا څه، چې آن د اسلامي کلتور مخې ته هم بندونه اچولي وو. صدام حسین نه کوم اسلامپال و او نه یې له اسلام سره کومه مینه وه. د مرګ په وروستیو شېبو کې یې چې قرانکریم په محکمه کې له ځان سره لر او بر کاوه؛ دا یې د نړۍ د ساده مسلمانانو په ذهنونو کې د ځان په اړه د ښه نیت د ترلاسه کولو هڅه وه او په خپله دې هڅه کې بریالی هم شو. د زندان د وخت کوم نظریات یې چې رسنیز شوي؛ هغه ټول هم پر دې دلالت کوي، چې صدام له خپلې پخوانۍ مفکورې نه و تېر شوی او د عراق لپاره یې د دیموکراسې پر پښو دده پر اصولو او طرحه ولاړ نظام غوښت. مونږ د صدام ټول ژوند ارزوو او بیا ګورو، چې د اسلام دوست و که دښمن. دا یې هم ګورو، چې له اسلام او اسلامپالو سره یې څه کړي، نو مونږ ته په ډاګه جوتېږي، چې صدام اسلام ته هیڅ هم ندي کړي، بلکې له اسلام سره یې دښمني کړې.
هغوی چې تش په لاس کې د قرانکریم لر او بر کول د اسلامي مشر د کېدو دلیل بولي، نو هغوی ته صدام حسین یو اسلامي مشر کیدای شي، خو هغوی چې د صدام حسین حکومت، افکارو او د زندان فکر ته تم کېږي، نو دا مني، چې صدام حسین د اسلام ضد و او اسلامپال یې په زندانونو کې شهیدان کړي او ځورولي دي.

دا هم ولولئ  *د روژې په شپږمه رامنځته شوې، د اسلام د تاریخ مهمې پیښې.*


زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
Close