تازه او عاجل خبرکابل حالات

کابل کې نامعلومه وسله والو يو ډګروال په ډزو وژلی.

راپورونه وايي وسله والو کابل ښار کې د میرملنګ په نامه يو ډګروال وژلی، چې د کنړ ولایت اصلي اوسیدونکی و او اوس یې د احمدشاه بابا مېنې نهم بلاک کې ژوند کوو. نوموړی اوس تقاعد و او تېر ماښام ۷:۳۰ بجې خپل کور ته نیږدې د نامعلومو وسله والو لخوا په ډزو ووژل شو.
سرچينې وايي بريد کونکي وورسته له حملې په تېښته بریالي شوي.
د پولیسو دولسمه حوزه دغه پېښه شخصي دښمني یادوي خو د وژل شوي د کورنۍ یو تن غړی پېښه شخصي دښمني نه بلکې یو هدفي بريد بولي.
طالبانو لا تر اوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.



دا هم ولولئ  نن سهار احمدشاه بابا مېنه کې د کابل ادارې د دفاع وزارت یو ډګرمن او ډریور يې د نامعلوم وسلوال لخوا ووژل شول
Close