تازه او عاجل خبرکابل حالات

کابل ښار کې د ګوډاګۍ ادارې پولیس وهل شوي

تېره ورځ د کابل ښار په دهبوري سیمه کې د پینځو تنو لخوا د کابل ګوډاګۍ ادارې پولیس وهل شوي.
ځایي سرچینې وایي، چې د کابل ګوډاګۍ ادارې پولیس د KKA ځانګړي ګوډاګي عسکر په ساده کالېو کې وو او نظامي کورتۍ یې په تن وې. پولیسو له ځانګړو عسکرو څخه د نظامي کورتېو د تسلیمېدو غوښتنه وکړه، چې د ځانګړو ګوډاګېو عسکرو قومندان ادا محمد او څلورو ساتونکو ېې په پولیسو حمله وکړه او ښه یې ووهل او بیا پینځه واړه د خپلې ګوډاګۍ ادارې لخوا بندیان شول.
د یادونې ده چې په دې ورستېو کې د کابل مزدورې ادارې خپل مینځي شخړې د پام وړ زیاتې شوي دي.



دا هم ولولئ  عراق کې د امريکايي ځواکونو پر يوې اډې توغنديز بريدونه شوي
Close