تازه او عاجل خبرکابل حالات

کابل کې د پولیسو پر یو رېنجر ډوله موټر برید شوی

د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د ګوډاګېو پولیسو پر یوه رېنجر ډوله موټر برید شوی، چې په پاېله کې یو مزدور پولیس وژل شوی او یو بل سخت ټپي شوی دی.
د کابل ګوډاګۍ ادارې په یوه خبرپاڼه کې د یادې پېښې پخلی کړی، چې د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د ګوډاګۍ ادارې پولیسو پر رېنجرډوله موټر د وسله وال برید په ترڅ کې یو ګوډاګۍ پولیس وژل شوی او یو بل سخت ټپي شوی دی.
ځایي سرچینو ویلي، چې دغه پېښه نن سهار ۸:۵۰ دقیقې د پغمان ولسوالۍ اړوند په چوک ارغندي سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې رېنجر د مېدان وردګو امنیه قومندانۍ په لور روان وو.

د برید مسؤلیت تر دې دمه کوم چا پر غاړه نه دی اخیستی.



دا هم ولولئ  نامعلومه وسله والو په جلا بريدونو کې د کابل ادارې ۲ لوړ رتبه کارکوونکي وژلي
Close