ټولنيزې ليکنې

د نن او پرون جهــــــــــاد ..!

کله چي د قدس فاتح (سلطان صلاح الدین ایوبي) پر صلیبیانو یرغل ته ځان چمتو کاوه، یوه زړه صلیبي ښځه راغله او هیله یې ترې وکړه، چې جګړه وځنډوي، ځکه ناوې نږور یې پر اولاد ناروغه ده او که جګړه ونښلي، نږور او ماشوم دواړه به له لاسه ورکړي.

صلاح الدین ومنله او جګړه یې سبا ته وځنډوله….
سبا ته بیا هماغه زړه مېرمن د ایوبي حضور ته راغله او په ژړا یې وویل: د هغه الله په خاطر چې پرې باور لرې او په نامه یې جهاد کوې نن هم یرغل ونکړې، ځکه لا هم ماشوم دنیا ته نه دی راغلی.
صلاح الدین وویل: ژمنه کوم چې د ماشوم تر پیدا کېدو پورې به پر صلیبیانو جګړه ونکړم…
بل خوا د صلیبیانو سرلښکر چې له دوو ورځو راهیسې د صلاح الدین یرغل ته په تمه وو، د جګړې ځنډېدو له امله سخت حیران شو او د مالوماتو تر لاسه کولو په موخه یې یو استازی ور ولېږه، ځکه صلاح الدین کله هم د دښمن پر وړاندې جګړه نه وه ځنډولې.
کله چې لېږل شوي استازي له بیرته راګرځېدو وروسته، د صلیبیانو سرلښکر ته د جګړې ځنډېدو لامل ووایه، د هغه سترګې را ډنډ شوې، خپل استازی یې له یوه پیغام سره بیا صلاح الدین ته ولېږه.
صلیبي سرلښکر ایوبي ته په لېږل شوي لیک کې لیکلي ول: «هغه لښکر چې زمونږ پر یوه مور او ماشوم د رحم له امله جګړه ځنډوي مونږ ترې هیڅ وېره نه لرو، راشه او له جګړې پرته ښار ته داخل شه، دا ستره بریا دې درته مبارک وي….!»

دا هم ولولئ  د بهرنیو سیریالونو اهداف!

یادونه🌾 هغوئ چې په جګړه کې، پر بې وزلو رحم نکړي او بې ګناه انسانان وژني، د الله له پاره نه، بلکه د ځان له پاره جګړه کو

الجهاد_او_انسانیت



Close