اسلامي لیکنې

مه خفه کـېږه.

ﮐﻪ ﺗﻪ ﻏﺮﯾﺐ ﯦﯥ، خلک ﻗﺮﺿﺪﺍﺭ ﺩي.
ﮐﻪ ﺗﻪ ﻣﻮټر ﻧﻪ ﻟﺮﯤ، ﺧﻠﮏ پښې نه لري.
ﮐﻪ ﺗﻪ له ﻣﺼﯿﺒﺘﻮﻧﻮ څخه ﺳﺮ ټکوې، ﺧﻠﮏ ﻟﻪ ﻛﻠﻮﻧﻮ راهيسې د ناروغۍ په بستر ﭘﺮﺍﺗﻪ دي.
ﮐﻪ ﺳﺘﺎ څه ﻣﺎلي ﺗﺎﻭﺍﻥ ﺷﻮﯼ وي، ﺩ ﺧﻠﮑﻮ ډﯾﺮ ځاني ﺍﻭ ﻣﺎلي ﺗﺎﻭﺍﻧﻮﻧﻪ ﺷﻮي دي، حتا د ځینو کارخانې په اور سوځېدلي او خپل ژوند یې پکې له لاسه ورکړی دی.
صبر وکړه او له الله تعالى څخه په لمانځه سره مرسته وغواړه؛ ځکه الله تعالى د قرآنکریم د (سُوۡرَةُ البَقَرَة) په (۱۵۳) نمبر آیت کې فرمایلي:
-«يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا اسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلٰوةِ ۚ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصّٰبِرِينَ»
ژباړه:
-اې مؤمنانو! په صبر او لمانځه سره مرسته وغواړئ، الله د صبر لرونكو ملګرى دى.
ﻧﻮ ﻣﻪ ﺧﻔﻪ ﮐﯿږﻩ!
ﺗﻪ ﻣﺴﻠﻤﺎﻥ ﯦﯥ، ته ﭘﻪ ﺍﻟﻠﻪ ﺍﻭ ﺩ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺭﺳﻮﻻﻧﻮ، ﮐﺘﺎﺑﻮﻧﻮ، ﻣﻼﺋﮑﻮ، ﺗﻘﺪﯾﺮ ﺍﻭ ﺩ ﺁﺧﺮﺕ ﭘﻪ ﻭﺭځ ﺍﯾﻤﺎﻥ ﻟﺮﯤ، شکر وباسه!
ﺩﺍﺳﯥ ﺧﻠﮏ ﺷﺘﻪ چې، ﺩﻏﻪ هیڅ ﻫﻢ ﻧﻪ مني.
ﻣﻪ ﺧﻔﻪ ﮐﯿږﻩ!
ﮐﻪ ګناه ﺩﺭﻧﻪ ﻭﺷﻮﻩ، ﺗﻮﺑﻪ وباسه؛ ځکه الله تعالى له توبه کوونکو سره مینه کوي لکه څنګه یې چې، د قرآنكريم د (سُوۡرَةُ البَقَرَة) په (۲۲۲) نمبر آیت کې فرمایلي:
-«إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ التَّوّٰبِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِين‌ْ.
ژباړه:
-د الله هغه خلك خوښیږي، چې له بدۍ څخه لاس واخلي او سپېڅلتيا غوره کړي.
ولې خفه یې؟
خفګان ماغزه خرابوي، ﺍﻭ ﻟﻪ سترګو څخه ﺧﻮﺑﻮﻧﻪ وړي، په ورځني ژوند کې سستي راولي، ﺍﻭ ﺩ ﮊﻭﻧﺪ انځور خرابوي!
مه خفه کیږه!
یوه ورځ به دې ناروغي ښه شي، ګناه به دې وبښل شي، قرض به دې خلاص شي، بندیان به دې په کور شي او غریب به مالداره شي.
مه خفه کیږه!
تورې شپې سبا کیږي، طوفانونه دریږي او همداسې به ستا د ژوند ترخې شېبې په خوشحالۍ او راحت بدلې شي.



Close