تازه او عاجل خبرکابل حالات

ناپېژانده وسله والو د کابل ادارې يو لوړ رتبه رييس په ډزو وژلی

سرچینې وايي ناپېژانده وسله والو نن سهار د کابل پغمان ولسوالۍ اړوند قلعه وزیر سیمه کې د مرکزي احصایې د دفتر رییس محمد اسماعیل سهاک په ډزو وژلی.
د اسلامي امارت مجاهدينو او د کابل ادارې مسوولینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پرون هم نامعلومه وسله والو کابل ښار کې يو متقاعد ډګروال په ډزو وژلی و او د دې ترڅنګ د اسلامي امارت مجاهدينو په پغمان ولسوالۍ کې د کابل ادارې په يو موټريز کاروان موټربم بريد ترسره کړی و، چې په نتيجه کې ۴۵ تنه اجير عسکر وژل شوي و.



دا هم ولولئ  نن سهار احمدشاه بابا مېنه کې د کابل ادارې د دفاع وزارت یو ډګرمن او ډریور يې د نامعلوم وسلوال لخوا ووژل شول
Close