اسلامي لیکنې

پر دین زمونږ ناپوهۍ کومه ستونزه رامنځ ته کړې؟

وسیع الله ذاهد

په دې بايد اعتراف وکړو،چې زموږ د ډېرو خلکو پوه د دين په اړه د نشت برابره ده، همدا وجه ده چې کله بيا په غير ارادي ډول زموږ خبري او ليکنې زموږ د دين خلاف وي، زما ګمان دى چې لانديني شخص دا خبرې په ارادي ډول غلطې نه دي کړي خو ذهنيت يې دا ډول جوړ شوى دى، په دې کې دوه خبرې ډېرې غلطې او خطرناکې دي.

لومړۍ:
“انسان ته په کار دي چې د نورور په کارونو ښو او بدو کې کار ونه لري” دا خبره د اسلام د مهم اصل (امر بالمعروف او نهى عن المنکر ) خلاف ده،
قران کريم څلورمه پاره کې الله ج فرمايي:
كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ ۗ
ژباړه : اوس په نړۍ کښي هغه غوره ډله تاسي ياست چي د انسانانو د لارښودني او اصلاح لپاره منځ ته راوړل شوېده، تاسي د نېکۍ امر كوئ او له بديو منع؛او پر الله ايمان لرئ.
معلومه شوه چې نورور ته په ښو کارونو امر او له بديو يې منع کول د دين يوه مهمه شعبه ده چې نه بايد پريښودل شي.

دویمه:
“الله ج ته دا سخته نه ده، چې ستا ښه د هغه په برخه کړي او د هغه بد ستا په برخه کړي”.
زموږ کلکه عقيده ده چې زموږ تر رب بل څوک عادل کيدلى نه شي او دا د عدالت خلاف دهق چې مطلق خلکو ته په نيکو د امر کولو په وجه دې ستا اعمال د بل چا په حساب کې جمعه کړي.



Close