تازه او عاجل خبر

ننګرهار کې د اسلامي امارت مجاهدينو د مزدور دشمن دوه پوستې فتحه کړي.

ځايي سرچينې وايي تېره شپه د ننګرهار شیرزادو ولسوالۍ په طوطو او ګندومک سیمو کې د مزدور دشمن دوه نوې جوړې شوې پوستې مجاهدينو سقوط کړي.
سرچينې زياتوي په يادو بريمنو عملياتو کې د کابل ادارې ۱۸ تنه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او ګڼ شمېر اسلحې او مهیمات مجاهدينو له ځان سره وړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې مزدور دشمن په دغې ولايت کې د څو مياشتو راهيسې خپل عمليات شروع کړي او په نيولو شو ساحو کې يې نوې پوستې او عسکر ځای پر ځای کړي، چې وخت ناوخت پرې مجاهدين فاتحانه عمليات ترسره کوي.
تېره ورځ هم په ورته بريدونو کې د اسلامي امارت مجاهدينو د مزدور دشمن ۴ مهمې پوستې د دغې ولايت په سرخرود او شيرزادو ولسواليو کې فتحه کړې وې او ګڼ شمير عسکر يې پکې وژلي وو.



د تازه خبرونو او ویډیوګانو لپاره د توره بوړه ویبپاڼې ټیلیګرام چینل درسره فالو کړئ 

https://t.me/TooraboraPashto

دا هم ولولئ  د کابل ښار ارزان قیمت سیمه کې د کابل ادارې دوه کارکوونکي وژل شوي.
Close