تازه او عاجل خبر

امريکا کې دوه ورونو د خپل کور ۴ غړي او ځانونه وژلي

د واشنګټن پوسټ په وينا د امریکا په ټيکساس ایالت کې دوه وروڼو د مور او پلار په ګډون د خپلې کورنۍ څلور غړي وژلي او وروسته یې پخپله هم ځانونه په ډزو وژلي.
سرچينې زياتوي وژل شوي کسان اصلي د بنګله دیش و او پنځلس کاله وړاندې امريکا ته رامهاجر شوي وو او اوس د ټيکساس ايالت په الين ټيکس سيمه کې استوګن وو.
پولیس وايي، تر اوسه د پېښې انګېزه نه ده مالومه او په دې اړه څېړنې کوي.
په دا روستيو کې د امريکا په ګڼو ايالاتونو کې وسله وال بريدونه زيات شوي او په لنډه موده کې يې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.

 



د تازه خبرونو او ویډیوګانو لپاره د توره بوړه ویبپاڼې ټیلیګرام چینل درسره فالو کړئ 

https://t.me/TooraboraPashto

دا هم ولولئ  کابل کې د دښمن په موټریز کاروان چاودنه شوې
Close