
تازه او عاجل خبرکابل حالات
کابل کې د ښاروالۍ بس ۸ موټر وهلي
کابل ښار د احمد شاه بابا مېنې دوهمه څلور لارې کې د ښاروالۍ نوی بس ډوله موټر له کنټرله وتلی او ۸ موټر یې وهلي.
عېني شاهدان وایي، چې نن ماسپښین ۲ بجې د احمد شاه بابا مېنې په دوهمه څلور لارې کې د ښاروالۍ نوی بس ډوله موټر له کنټروله وتلی، چې ۸ موټر ، ۵ رېکشې او ۷ تنه یې وهلي.
دا په داسې حال کې ده چې بس د کابل ښار لخوا احمد شاه بابا مېنې اولې څلور لارې په لور روان وو.