سیاسي لېکنې

د اسلامي نظام حاکمیت به مونږ له بلاوو ناخوالو او ستونزو، وژغوري!

لیکوال: ر، ف ملاخیل

د دوحې د تړون را وروسته او د بین الافغاني خبرو په پیل کیدو سره جوښت دا نارې سورې پیل شوې چې مونږ ته جمهوریت سره کرښه ده او د جمهوریت پرته بل نظام نه غواړو .
خو د افغانستان او دیته ورته اسلامي هیوادو ته کوم ډول سیاسي نظام پکار دی ؟ جمهوریتي، ډیمکراسي نظام او که د الهي قانون برابر شرعي اسلامي نظام؟
زما په اند، مونږ افغانانو ته او د اسلامي نړۍ هیوادونو لپاره اسلامي نظام اړین دی دا ځکه ، چې دلته څلور لسیزو نه زیات وخت کیږي چې له شاهي، جمهوري، دموکراتیک جمهوریت ، اسلامي جمهوریت، اسلامي امارت او بیا اسلامي جمهوریت نظامونه جوړ شوي، خو په دې ټولو نظامونو کې د اسلامي امارت پرته ګډوډي، انارشي، غلا، رشوت، اختلاس، بچه بازي، رشوت، د دولتي ځمکو غصب، چور چپاول او نور په لسګونه جرمونه په کې تر حده زیات وه، خو پوښتنه داده چې د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال تاسو دا پورتني لیکل شوي جرمونه تر څومره حده لیدلي؟ د دې ټولنې هر فرد به ګواهي ورکړي چې د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال هیڅ دا ډول بد اعمال او کړنې موجودې نه وې ، خو دا چې د کار کولو یا د زده کړو زمینه ولې برابره نه وه دا بیخي جلا موضوع ده ځکه ، کله چې طالبان واکمن شول د هیواد مالیاني نظام صفر و، د بانکونو ټولې فزیکې پیسې لوټ شوې وې او همدغو لاسپوڅو له ځان سره تښتولې وې او د غربي هیوادونو بانکونو کې یې خوندي کړې وې، کنه د دې فاسد نظام دچارواکو سرمایه وشمیرۍ تر درې سوه میلیونو ډالرو به اوس کمه هم نه وي دا پیسې دوی له کوم ځایه کړلې؟ ځواب یې خپله موندلی شۍ.
اوس اصلي موضوع ته راګرځم، افغانستان لپاره جمهوري نظام بهتر دی او که سوچه اسلامي نظام؟
په غربي هیوادونو کې یو څو تالي څټو افغانانو، چې د غرب په اخور لوې شوي، جمهوري نظام خلکو ته مخکې مخکې کوي، تر څو د اسلامي نظام څخه د جمهوري نظام بهتر والی وښایي، خو د جمهوریت اصلي څیره هغه چاته معلومه ده چا چې پکې ژوند تیر کړی وي، یا یې دا څلور لسیزي د جمهوریت جوړونکو نارې او شعارونه یې اوریدلي وي.
د جمهوریت طرفداران د اسلامي نظام د سرکوبولو او د مسلمانانو ذلت او ګډوډیو نظریه له ځانه سره د غرب او کمونیستي هیوادونو څخه را انتقال کړی ؛ جمهوري نظام په پټه د دیموکراسۍ تر چتر لاندې د امپریالیزم او کمونیزم تش په نامه د انساني خواخوږي تر شعار لاندې د تطبیق او دعوت کثیفه پروسه پر مخ بیایي، د بشر او انسانیت ضد جمهوري نظامونه تل د امپریالیستي او کمونیستي ګټو او د واکمنیو لاسته راوړنو پاتې کیدو پر معیار راڅرخي ، په داسې نظام کې د ښځو او ځوانانو د ازادۍ ترعنوان لاندې فحشا او د اسلام ضد اعمال خپریږي چې دا د انسانیت ضد بدو اعمالو تر ټولو خطرناک سنګر ګڼل کیږي.

دا هم ولولئ  *د روژې په شپږمه رامنځته شوې، د اسلام د تاریخ مهمې پیښې.*

هیڅ افغان او مسلمان د داسې نظام غوښتونکی او طرفدار ندی ، په دې نظام کې د مسلمانانو حقوق تل په ډیرې بې احترامۍ تر پښو لاندې شوي اوکیږي ، دا نظام یو تپل شوی او تحمیل شوی غربي او کمونیستي سیکولر نظام دی، چې هیڅ مسلمان او افغان ته د منلو وړ نه دی.



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
Close