تازه او عاجل خبر

د کندهار په هوايي ډګر برید شوی

ځايي سرچينې وايي، چې څلور د هاوان مرمۍ د احمدشاه بابا په نړیوال هوايي ډګر او دوه د ۲۰۵ اتل قول اردو دننه لګېدلي دي.
همدا راز نن سهار څلور نورې د هاوان مرمۍ د کندهار ولایت په مقام او د جنرال عبدالرازق له قبر سره نږدې لګېدلې وې.
د اسلامي امارت وياند قاري يوسف احمدي په کندهار کې د احمدشاه بابا پر نړیوال هوايي ډګر د هاوان بريدونو مسوليت ومانه او زياته کړې يې ده، چي دا بریدونه يې په ارغنداب ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بریدونو په غبرګون کې کړي دي، چې ګڼ مالي او ځاني زیانونه يې اړولي.

د یادولو ده چې په دې وروستیو کې په کندهار ولایت کې بریدونه د پام وړ زیات شوي دي دا د کابل ګوډاګۍ ادارې کمزوري په ډاګه کوي.



د تازه خبرونو او ویډیوګانو لپاره د توره بوړه ویبپاڼې ټیلیګرام چینل درسره فالو کړئ 

https://t.me/TooraboraPashto

دا هم ولولئ  نيويارک کې يو وسله وال ۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
Close