اسلامي لیکنې

رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مکه مکرمه زیاته ګرانه او محبوبه وه!!!

سبحان الله رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله د دین د اقامې په خاطر له هر څه تېر دی، خپل کور، کلی ،محبوب وطن او د الله تبارک وتعالی کور (مکه مکرمه) پریږدي او په ډېر غمجن حالت کې هجرت پېل کوي او مکې مکرمې ته راګوري او خپله مینه او محبت، چې دی د مکې مکرمې سره لري بیانوي.
حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی وایې، چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم د مکې مکرمي څخه خارج کړای شو، د غار ثور خواته روان ؤ، نو مکې مکرمې ته یې کتل او ویې ویل
أنت أحب البلاد الله الی الله، وانت احب البلاد اِلی، ولو ان المشرکین لم یخرجوني لم اخرج منک.
ته بهتر د ښارونو یې او بهتره یې الله ته، او ته ما ته محبوبه یې په ښارونو کې، کچېرته مشرکینو زه نه وای ویستلای نو زه به نه وم خارج شوی له تا څخه.
او نن ورځ د امت مسلمه دا حال دی چې د کمو مادیاتو په بدل کې له هرڅه څخه تېر دي.
تفسیر ابن کثیر ج ۳ ص ۳۱۹
تفسیر عزیز ج ۱۱ ص ۳۶۱



Close