تازه او عاجل خبر

امریکا له عراق خپل پوځيان وباسي

عراق او امريکا د چهارشنبې په ورځ موافقه کړې، چې په نيږدې موده کې به ټول بهرني جنګي ځواکونه له عراق وباسي او خپل  نظامي شتون ته به دپای ټکی ګدي.
د مډل ايسټ اي په نامه يوې خبري سرچينې خبر ورکړی، چې د يو ويډيو کنفرانس له لارې دواړو هېوادونو عراق او امريکا په يو داسې لارې سره موافقه کړې، چې له عراقه به لنډه موده کې ټول بهرني پوځيان وباسي.

عراقي مذاکره کونکو ويلي”د وتلو مهال ویش به وروسته د تخنیکي نظامي کمیټو له لارې هوکړه شي او د دواړو خواو لخوا به د ټولو بهرني ځواکونو د وتلو مقرره موده تعين شي.”
هغوی زیاته کړه: “لومړی وزیر به په راتلونکو څو ساعتونو یا ورځو کې د عراقي پوځي – تخنیکي کمیټې د جوړولو اعلان وکړي، او مشري به د پوځ د لوی درستيز په غاړه وي.”
د عراق د بهرنيو چارو وزير زياته کړې، چې د بهرنيو ځواکونو د وتلو وروسته د ضرورت پر بنا د وسله والو ډلو ځپلو لپاره امريکايي ځواکونه په عراق کې خپل نظامي فعاليت بيا هم کولی شي.
په کال ۲۰۰۳ز کال امريکايي ايتلافي ځواکونو له افغانستان وروسته په عراق يرغل وکړ او زرګونه عام مسلمانان يې شهيدان او اسيران کړل، البته لږ وخت بعد د عراقي مجاهدينو د پراخو کفر ځپونکو بريدونه سره مخ شول او دا لړۍ تراوسه دوام لري، چې زرګونو بهرني او داخلي پوځيانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.
خو تازه عراق د بهرنيو هېوادونو د دسيسو ښکار شوی او د شيعه او سوني ترمينځ د نه ختمېدونکې کورنۍ جګړې مرکز ګرځېدلی.

دا هم ولولئ  عراق کې د امريکايي ځواکونو پر يوې اډې توغنديز بريدونه شوي


د تازه خبرونو او ویډیوګانو لپاره د توره بوړه ویبپاڼې ټیلیګرام چینل درسره فالو کړئ 

https://t.me/TooraboraPashto

Close