ټولنيزې ليکنې

انارکلي ته د افغاني ټولنې حق

لمر شرفزوی

انارکلي خپه ده، چې ماته خلک هندوه وایي او له ما سره په افغانستان کې تبعیضي چلند کېږي. ددې په وینا دې ته دې په هغه سترګه وکتل شي لکه څنګه چې یوې افغانې مسلمانې ته کتل کېږي. انارکلي ملامته نده، چې دغه خبره کوي، ځکه د دیموکراسۍ حقوق یې تعقیب کړي، د همغو لپاره یې نېږدې دوه لسیزې منډې وهلي او د همغو په رڼا کې غواړي، چې دې ته او یوې افغانې مسلمانې ته دې په یوه سترګه وکتل شي، خو د اسلام او د دیموکراسۍ په حقوقو کې ډېر توپیر شته. اسلام کې به هندوې ته د هندوې، سیکې ته د سیکې، مسلمانې ته د مسلمانې، عیسوۍ ته د عیسوۍ او یهودۍ ته د یهودۍ په سترګه کتل کېږي. دا چې انارکلي افغانه ده، نو د افغانې په نوم د افغانستان له هغو حقوقو برخمنه کېدای شي، چې اسلامي شریعت ورکړي، خو له هغې پورته هغه حقوق چې دیموکراسۍ ورپه ګوته کړي او له اسلام سره په ټکر کې دي؛ د هغې حق یې نشته. د بېلګې په توګه دیموکراسي د ادیانو ترمنځ توپیر نه مني، خو اسلام د ادیانو ترمنځ توپیر د عقیدې مسله بللې او چا چې اسلام منلی وي هغه انسان ته پر نورو انسانانو غوراوی په برخه دی.
د اسلام له همدې قاعدې سره سم په افغاني ټولنه کې د هغه چا لومړیتوب شته، چې مسلمان وي، نو ځکه له هغو ټولو حقوقو برخمن کیدای شي، چې یو ازاد مسلمان یې لري، خو څوک چې مسلمان نه وي؛ که څه هم افغان وي، نو د هغه به دې ټولنه کې همغه حقوق وي، چې اسلام ورکړي وي او همغه تعرف به یې وي، چې اسلام یې امر کړی وي. د اسلام عقیدوي خبره ده، چې که څوک په خپلو کې ورونه او خویندې دي، نو هغه مسلمانان دي؛ له مسلمانانو پرته د نورو ادیانو منونکي او یا سیکولران د مسلمانانو ورونه او خویندې نه دي او که څوک یې ورونه او خویندې له زړه وبولي، نو عقیدې ته یې زیان رسېږي.
په قرانکریم او احادیثو کې لسګونه نصوص شته، چې د نورو ادیانو وګړي یې په هغو نومونو یاد کړي، چې ورته منسوب دي، نو د همدې نصوصو له مخې په افغانستان کې به هندوې ته د هندۍ په نوم غږ کېږي او یوازې همغه حقوق به لري، چې اسلام ورکړي. له مسلمان سره مساوي حیثیت یې دلته نشته، نو ځکه به همغه حیثیت ورکوو، چې دې د ځان لپاره غوره کړی؛ نه دا چې یو چا دې د ځان لپاره هندي دین خوښ کړی وي او مونږ دې د مسلمان په نوم رابولو.



Close