ټولنيزې ليکنې

آیا اسلام مړ شو؟

تاتاریان، د مغولو طوفاني څپه بغداد ته ننوتله، بغداد یې لوټې لوټې کړ، څلويښت ورځې یې د جمعې لمونځ پرېنښود، د دجلې د سیند اوبه یې د مسلمانانو په وینو سرې کړی، بیا یې د اسلامي کتابونو د سوزولو له امله د اوبو رنګ تور شو

خو آیا اسلام مړ شو؟
نه! د کعبې په رب قسم چې تاتاریان مړه شو، جنګیز او هلاکو هلاک شو، مړه شو، او اسلام ژوندی پاتې شو
د کعبې په رب قسم، دا دین هیڅکله نه مري
مونږ هغه أمت یو چې مریضېږو خو مرو نه

بچیو ته مو دا ور زده کړئ! مونږ هغه أمت یو چې د کسرا، مجوسیانو بادشاهي مو ټوټې ټوټې کړه، د مجوسیانو اور مو مړ کړ
قیصر، رومیان مو ختم کړل، قسطنطنیه مو فتحه کړه
او له  أندلس څخه تر هند مو د ابادۍ تمدن کېښود، اروپایانو ته مونږ انسانیت ور وښود.

اسلام نه مري او نه ختمیږي، دا د ضعف، کمزورۍ مرحلې هر وخت راځي، ورپسې بیا فتحې او نصرتونه وي.



Close