ټولنيزې ليکنې

په ګوانتانامو کې د اسدالله هارون پنځلسمه روژه

لیکوال: د هارون ورور “رومان شېرزاد”

که څه هم له ګوانتانامو څخه ټول افغانان او حتی عربان او د نورو دولتونو اوسیدونکي، چې په یوه او بله بهانه هلته وړل شوي ول؛ ټول ازاد شوي، مګر دادی زمونږ د مظلوم او بې ګناه ورور اسدالله هارون (شیرزاد) پینځلسم کال او پینځلسمه روژه هلته تېرېږي، چې نن یې لومړنی ورځ او د ۲۰۲۱/۴/۱۳ تاریخ دی؛ لا هم په ګوانتانامو وحشي زندان کې شپې ورځې سبا کوي.
متأسفانه امریکا د رمضان مبارک میاشتې په خاطر هم زمونږ د ورور، چې پوره ۱۴ کاله او دا یې پینځلسم کال دی او هیڅ ډول تهمت او تور هم ندی پرې ثابت شوی؛ ددغه مبارکې میاشت چې تقریباً د دوه نیم میلیارده مسلمانانو مبارکه میاشت ده؛ د هغې په خاطر هم راخوشې نکړ، البته امریکا به د تقدس په نامه کومه میاشت یا ورځ نلري.
حتی که د دوی د عیسوي قانون له مخې هم کومه مقدسه ورځ یا میاشت یا کال وای، نو نن به یې زمونږ مظلوم ورور اسدالله هارون (شیرزاد) چې مور، پلار او کورنۍ ورته دا پوره تېر ۱۴کاله سترګې په لار دي؛راخوشې کړی وای.
مونږ له افغان دولت، طالبانو، حزب اسلامي، بشري حقونو، مدني فعالانو او رسنیو څخه وار وار غوښتنه کړې، چې په دغه مورد کې زمونږ له دغه محضې ملي، اسلامي او انساني قضیې سره هر اړخیزه مرسته او لاسرسی وکړي.
هغه په دې چې اسدالله هارون(شیرزاد) کله هم له خپل افغان ورور، خور، پلار، خاورې او خلکو سره لله الحمد کوم خیانت یا جنایت ندی کړی او ددې خاروې یو اصیل په دین او وطن مین تعلیمافته په پوهه او علم سنبال بچی دی.
فلهذا! د هر افغان که هغه د هېواد دننه یا بهر دی؛ ملي، دیني او انساني دنده ده، چې د هغه او نورو مظلومو افغانانو چې د پردیو په زندانو کې قرار لري پوره کوښښ او مرسته وکړي.
مونږ او زمونږ کورنۍ یو ځل بیا پر ټولو ذی دخلو طرفونو غږ کوو، چې د سولې د خبرو په جریان کې زمونږ د مظلوم ورور اسدالله هارون (شیرزاد) خبره له پامه ونه غورځوي او پر امریکایي طرف فشار راوړي ترڅو ددغه او نورو مظلومو بندیانو د خلاصون غوښتنه عملي کړي.
ددې ترڅنګ له ټولو هغه وروڼو، خویندو او د فیسبوک ملګرو نړۍ مننه کوو، چې زمونږ دغه مظلومانه غږ یې همېشه او چت کړی او هغه یې خپل غږ بللی. ددغه بااحساسه وروڼو، خویندو او هېوادوالو همدردۍ زمونږ د کورنۍ حوصله افزایي کړې، چې تردې دمه لله الحمد مونږ ددغه قضیې په اړه ځانونه یوازې نه بولو.
او دا ډول له هغه ټولو رسنیو مننه کوو، چې وخت ناوخت یې زمونږ د کورنۍ مظلومانه غږ د خپلو رسنیو له لارې لله في الله اوچت کړی او خپل انساني او افغاني حقوقي مسئولیت یې ترسره کړی.
په دې هیله چې لومړی الله تعالی او بیا افغان دولت، طالبان، حزب اسلامي او ټول افغان ملت ددې سبب او باعث شي، چې همدې مبارکه روژه کې زمونږ مظلوم ورور اسدالله هارون (شیرزاد) راخلاص او زمونږ د کورنۍ، مور، پلار او د هغه د یوازینۍ لورکۍ د خوښۍ سبب شي



Close