سیاسي لېکنې

د اسلام د تاریخ هغه مهمې پیښې چې په لومړۍ روژه پیښې شوي

لیکوال: حمادافغان شیرزاد

ځوان نسل باید د تاریخ اهمیت او ارزښت درک کړي او هغه پیښې او واقعات چې د تاریخ په اوږدو کې رامنځته شوي، د عبرت او درس اخیستنې په موخه یاد کړي او تر نورو یې ورسوي، تاریخ موږ د نورو قومونو او د خپلو اسلافو له کارنامو، ترخو تجربو او نورو حقایقو، چې ښه درس ورځنې اخیستل کیږي خبروي.

زه تاسو سره د اسلام د تاریخ هغه مهمې پیښې چې د تاریخ په اوږدو کې رامنځته شوي، په لیکلې بڼه شریکوم.

د ۹۱هـ په اوله ورځ د اموي خلیفه ولید بن عبدالملک د خلافت په دوره کې د مسلمانانو دوه سترو فاتحینو “موسی بن نصیر او طارق بن زیاد” د اندلس د فتحې بنیاد کیښودو ، موسی بن نصیر د مسلمانانو لښکر د طریف بن مالک بربري په قیادت کې د اندلس جنوبي برخې ته ولیږلو او له همغې ورځې د اندلس د فتحې دروازې خلاصې شوې او وروسته اندلس د اسلام په تاریخ کې یو زرین باب شو.

دا هم ولولئ  د نعمت روان مرګ؛ یوه لنډه تبصره

د ۷۳هجـ کال د روژې په اوله ورځ د سنتو پابند او د رسول الله صلی الله علیه وسلم عاشق د عمر بن الخطاب رض ځوې عبدالله بن عمر رض وفات شو، عبدالله بن عمر أعلم او فقیه صحابي وو، ابن عمر رض د هغه شپږو صحابۀ کرامو څخه یو دی چې د رسول الله ص نه یې زیات احادیث روایت کړي، نوموړې د فتحې مکې او بیا د ابوبکر او عمر رض په دور خلافت کې ټولو فتوحاتو کې ګډون کړی.

د ۲۰هجـ کال د روژې په لومړۍ ورځ په مصر کې د بازنطینیانو تر ټولو ستره او مظبوطه قلعه “بابلیون” د ۷ میاشتنۍ کلکې محاصرې وروسته د عمرو بن العاص رض په لاس فتحه شوه او په مصر کې له دې وروسته د فتوحاتو لړۍ بیخي پرمختللې شوه.

یوه بله ستره پیښه په نیږدې عصر او زمان کې رامنځته شوې، کله چې انګریزانو چارچاپیر نړۍ کې ظلمونه، وحشتونه او اشغالونه شروع کړل نو د د ۱۲۹۹هجـ کال د روژې مبارکې په اوله ورځ د مصر سترې جامعې الازهر د انګریزانو پر وړاندې د جهاد او قتال حکم وکړو او له همغې ورځې انګریزان له اسلامي هیوادونو په رټلو شول.

دا هم ولولئ  د رسنیو نشرات باید بې پری، رښتیني او مستقلې وي ، نه د پردو په اشارو!

د ۴۲۸هجري کال د روژې په اوله چې د جمعې مبارکه ورځ د علم الکلام ، منطق، فلسفې او طب لوې او تکړه عالم ابوعلي سینا وفات شو. نوموړې د افغانستان د بلخ ولایت په افشنه سیمه کې د ۳۷۰ هجري کې زیږیدلې وو.

د ۹هجـ کال د روژې په لومړۍ ورځ محمدعریي صلی الله علیه وسلم د خپل لښکر سره د غزوه تبوک نه مدینې منورې ته راوګرځید.

۲۰هجـ کې په همدې ورځ د مسلمانانو لښکر د عمر فاروق رض په امر د عمرو بن العاص په مشرۍ مصر ته داخل شو.

یادونه: دا لړۍ به دوام مومي له موږ سره اوسئ.



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
Close