سیاسي لېکنې

د روژې په دویمه رامنځته شوې، د اسلام د تاریخ مهمې پیښې

لیکوال: حماد افغان شیرزاد

د اسلام په تاریخ کې هغه مهمې تاریخي پیښې او واقعات چې د د روژې مبارکې په دویمه رامنځته شوې دي، ځینې یې دلته تاسو سره شریکوم.

په دې ورځ تر ټولو ستره کارنامه د عقبه بن نافع رض وه چې په افریقا کې یې د قیروان په نوم د یو ستر ښار د بنیاد ډبره کیښوده، د ۵۰هجري کال د روژې په دویمه ورځ د افریقا “المغرب” په لویه وچه، چې نن هغه ځاې په تونس سره شهرت لري د دې ښار د جوړولو کار پیل شو، تر څو مسلمانان په اسانۍ سره دلته خپل جهادي تدریبات او د جهاد اړوند نور سازاو سامان چې په نیږدې سیمو کې ورته اړتیا پیښیده، له همدې ځایه پوره کړي.
د قیروان په نوم د دې ښار اړتیا عقبه نافع هغه وخت درک کړه، کله چې دلته خلکو اسلام ومنلو او د صحابۀ کرامو له ستنیدو وروسته د بربر په نوم قوم زیاتره خلګ مرتد شول، عقبه نافع صیب ووېل چې د دې خلکو حفاظت او دلته د بشپړ اسلام خپرېدل د یو ښار په جوړولو کې دي، همغه وو چې له صحابۀ کرامو او ملګرو سره یې مشوره وکړه او فیصله د ښار په جوړولو وشوه، صحابۀ کرامو په دې ښار کې یوه غټه جامعه او لوې لوې مساجد هم جوړ کړل او په ۵۵هجري کال کې د دې ښار چارې بشپړې شوې.

دا هم ولولئ  د نعمت روان مرګ؛ یوه لنډه تبصره

د ۶۵هجري کال د روژې په دویمه د اموي خلافت په مسند عبدالملک بن مروان کیناستلو، عبدالملک بن مروان د اموي خلافت دائره ډېره پراخه کړه او د ده په عصر کې اموي خلافت د اقتصاد او پوځي وړتیا له پلوه ډېر مخته لاړو او د فتوحاتو یو زرین باب هم پرانیستل شو، دوې خپلې پیسې هم د یوې سکې په شکل کې رائج کړې.

د ۱۱۴هجري کال د روژې په دویمه یوه غمژنه پیښه دا رامنځته شوې وه، چې په اندلس کې د مسلمانانو او فرانسویانو تر مینځ د بلاط الشهداء په نوم ستره معرکه وشوه، د فرانسویانو د سختو زیانونو سربیره پکې سلګونه مسلمانان د خپل قومندان “عبدالرحمن الغافقي” په شمول په شهادت ورسېدل او د شپې شپې مسلمانانو د قتال او جنګ ساحه پریښوده. ابوحیان القرطبي وایي: په کومه ساحه کې چې د بلاط الشهداء معرکه شوې وه تر ډېره وخته هلته د اذان غږ هم چا وانه ورېدلو.

د ۸۲هجري کال په دویمه روژه مسلمانانو په افریقا کې د حسان بن نعمان په مشرۍ د بربریه د قوم په کاهنانو او بې دینه خلکو ستره فتحه حاصله کړه، لومړي سر کې معرکه د کفارو په ګټه وه خو وروسته د مسلمانانو لښکر ته ۱۲زره تازه دمي کسان راغلل او مسلمانانو دا معرکه په خپل نوم کړه.
د ۷۰۲هـ کال د روژې په دویمه د شام د دمشق ښار په جنوبي سیمه کې د مغل قوم “چنګیزیانو” او مسلمانانو ستره معرکه شوې وه، د مسلمانانو مشري د سلطان ناصر محمد بن قلاوون او د مغلو مشري د شاه نویان په غاړه وه، چې د مسلمانانو په فتحه او بري دا جګړه پاې ته ورسېده.
۹۹۶هـ کال د روژې په دویمه د عثماني خلافت یو لښکر د المان فوځونو ته سترې ماتې ورکړې .

دا هم ولولئ  د رسنیو نشرات باید بې پری، رښتیني او مستقلې وي ، نه د پردو په اشارو!

او د ۷۳۲هجري کال د روژې په دویمه د اسلام ستر مؤرخ علامه ابن خلدون هم زیږېدلی وو، نوموړې عبدالرحمن بن محمد ابن خلدون الخضرمي الاشبیلي چې مشهور په ابن خلدون دی، په اصل کې د یمن د یوې کورنۍ وو، خو پیدا شوې په تونس کې دی، د تاریخ سربیره نوموړې په علم الحدیث، فقه او نورو علومو کې هم ښه ماهر وو، نوموړي پر غرناطه، الجزائر، تونس او نورو سیمو کې علمي خدمتونه کړي او وروسته د الجزائر کې قاضي هم پاتې شو، هلته یې خپل مشهور کتاب “تاریخ ابن خلدون” هم ولیکلو او د ۸۰۸هجـ په پیل کې نوموړې عالم په مصر کې وفات شو …

#یادونه: دا لړۍ به جاري وي له موږ سره اوسئ.



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
مهم ټکي
Close