سیاسي لېکنې

د استانبول غونډې ته دطالبانو دنه ګډون پرېکړې، دهیواد د تجزیې مخه ډب کړه !!!

لیکوال: ر ، ف ملاخیل

د څو دلایلو له مخي: لومړی دا چې امریکا د دوحي په توافق لیک عمل ونکړ او د وتلو نیټه یې څلور میاشتي شاته کړه او ویې ځنډوله.
دوهم دا چې ممکن دا د امریکې او د کابل د ادارې تر مینځ کوم پټ راز وي او یا هم دا غونډه د اسلامي امارت د راتلونکي نظام د تخریب او سبوتاژ لپاره په کار اچول شوې وي.
دریم دا چې ځان نړیوالو ته باتور وښایي چې ګوندې مونږ خپله راغلي وو او پخپله خوښه بېرته ځو.
خو خبره دا ډول نده، دوی ځانته د اوړو پوزه ږدي او ټر په پر پټوي، که هر ډول نیرنګي وکړي، افغانان یې اوس د پخوا ښه پیژني، چې دوی به یو فټ څیز هم لیده، هغه منتر او جادو یې نور کار نکوي په هر صورت.

دا چې اوس د رسنیو د خبرونو سر ټکی د استانبول غونډه ده، چې په دې غونډه کې به د امریکا، قطر او ترکیې استازو په ګډون بین الافغاني پلاوي (اسلامی امارت او کابل اداره) ګډون کوي ، خو د استانبول جوړېدونکې غونډه د طالبانو له لورې رد شوه، په دې غونډه کې تمه دا کېده چې د افغانستان په هکله به یوه مهمه دسولې او پخلایني پرېکړه کېږي.

دا هم ولولئ  د رسنیو نشرات باید بې پری، رښتیني او مستقلې وي ، نه د پردو په اشارو!

د افغانستان د مختلفو سیاسي ګوندونو په شمول د دولت په نوم، هم د ډلو ټپلو او پخوانیو څېرو ترمنځ، ددې غونډې لپاره طرحې تیارې شوې وې او ددې طرحو سره به په غونډه کې ګډون کوي.
دا چې د شمالي ټلوالې غړي ډاکټر عبدالله عبدالله ته طرحې رسېدلي او په د باندې اوسمهال ددې ډلې غړي راټول شوي دي ، نو دوی داسې يوه طرحه جوړه کړې، چې په کې به ددې ټلوالې پخواني غړي چې د افغانستان د تجزیې خوبونه یې کتلي وه، تر څو یې خوبونه رښتیا شي او د تجزیي ارمانونه یې چې په دې طرحه کې یې ځاي په ځاي کړي په نړیوالو یې هم ومني.
.
له دې څخه مطلب د واحد افغانستان د راتلونکي اسلامي نظام پر ځای د غیرې مرکزي نظام د جوړولو هڅه وه، دا هڅه د افغانستان په شان د يو هېواد لپاره د تجزیې او ټوټې کیدو لومړی قدم بلل کېږي، چې په دې غونډه کې د اسلامي امارت د پلاوي نه ګډون سره د دغې توطیې مخه ډب او د تل لپاره ختمه شوه.
د هیواد د ټوټې کیدو طرحې اوسنۍ نه دي، بلکه دیرش کاله وړاندې هم بعضو مغرضو ګوندونو دا کوښښونه کړي وه، خپل بانکي نوټونه یې چاپ او له روسانو څخه یې هر ډول مرستې تر لاسه کړې وې، آن دا چې د اسلامي امارت د واکمنۍ د سقوط لپاره یې د هر زبرځواک څخه مرستې غوښتې وې، چې عملاً ټول افغانان ددې خبرې شاهدان هم دي.
دې مغرضو ګوندونو او ددوی نورو بې عقیدو ملګرو (کمونستانو) تل داسې افغان ضد طرحې په هر حساس وخت کې وړاندې کړي دي.

دا هم ولولئ  نعمت روان باید وژل شوی وای

خو الحمدلله لکه د تل په څېر په ډیر زغرده او په نه ماتیدونکي اسلامي هوډ د اسلامي امارت وياند ذبیح الله مجاهد وويل: چې په افغانستان کې ورته، غيرې مرکزي حکومت په هېڅ صورت د منلو نه دی، هغه زياته کړه، لکه څنګه چې دوی په افغانستان کې د امريکايي او نورو بهرنیو ځواکونو شتون د افغانستان په خېر نه بولي همدا ډول داسې کاذب سوچونه هم د افغانستان په زيان بولي، هېڅ وخت هیڅ یرغلګر او هغه چاته به ددې اجازه ورنکړي، کوم چې د افغانستان تجزیه غواړي، کومې ډلې چې افغانان په قومونو او توکمونو، په برخو او ژبو ویشي، یرغلګر او داخلي لاسپوڅي به دا ارمان له ځان سره ګور ته یوسي.
ان شاءالله



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
Close