سیاسي لېکنې

په بین الافغاني مذاکراتو کې د بهرنیانو غیرمستقیم لاس څوک دي؟

رښتین خوږیاڼی
که څه هم د بين الافغاني مذاکراتو لپاره د اسلامي امارت پاليسي پر دې ولاړه ده، چې دوی به له افغان حکومت سره دوه په دوه کيني او د نړۍ کوم بل هېواد يا بنسټ د دوی په ناستو کې هيڅ مداخله نشي کولی، خو اوس ليدل کېږي امريکا او ملګري ملتونه غواړي په داسې لارو بين الافغاني ناستو ته ځان ورننباسي، چې اسلامي امارت يې هم يو مجبوريت وګڼي. د ماسکو ناسته که څه هم د بين الافغاني مذاکراتو رسمي ناسته نه وه، خو په غونډه کې د خليلزاد او د روسيې د چارواکو ناسته ددې هڅه وه، چې د افغانانو تر منځ په ناسته کې د بهرنيانو شتون ته لاره هواره شي. د اسلامي امارت دريځونه تر ډېره قاطع وي، خو مصلحت يې کله کله نرم کړي. امريکا ژمنه کړې، چې په بين الافغاني مذاکراتو کې به مداخله نه کوي، خو دغه ژمنه يې اوس هسې پر اوبو د کرښو ليکل ثابتېږي، ځکه په غير مستقيم ډول د حکومت مذاکراتي اړخ د امريکا په لاس کې دی او پر امارت هم له نورو لارو کوښښ کوي، چې د دوی پلان کړو غونډو او طرحو ته تم شي.
امريکا هڅه کوي د ترکيې ناسته په دوحه کې د بين الافغاني ناستو بديل ثابت کړي او وښيي، چې دغه ناسته د بين الافغاني ناستو يوه پرېکنده ناسته ده، خو ترڅنګ يې ملګري ملتونه او امريکا هم غواړي په غونډه کې مستقيمه مداخله ولري. په همدې موخه يې هڅه پيل کړې، چې کم تر کمه هغه طرحه چې دوی يې دې ناستې ته وړاندې کوي د هغو کسانو له لوري په دې ناسته کې تاييد شي، چې دوی دا شل کاله په افغانستان کې د ازادو مدني فعالانو په توګه مطرح کړل او داسې يې تبليغ کړل، چې له دوی سره يوازې د انساني خواخوږۍ احساس شته او د کومې سياسي ډلې او يا بنسټ لپاره خپله رايه او ملاتړ نه کاروي.
که څه هم ملګرو ملتونو په څرګنده ويلي، چې په دې ناسته کې به مرکزي ګډون کوي او امريکا هم ويلي، چې دې ناستې ته يې د سولې طرحه چمتو کړې، خو دا ګډون او د طرحو د وروړلو موضوعات مستقيم دي او ممکن د اسلامي امارت د قاطع دريځ له امله ترې وغوښتل شي، چې په چارو کې لاسوهنه ونکړي، خو د همدغو روزلو مدنې فعالانو په لاس به مداخله وکړي او په غونډه کې به هغه غوښتنې او د نظام د بڼې شکل مطرح کړي، چې ملګري ملتونه او امريکا يې غواړي.
که څه هم اسلامي امارت په دغه ناسته کې د ګډون په اړه د نه ګډون اشاره کړې، خو بيا هم نړيوال به هڅه وکړي، چې په دې ناسته کې ګډون ته يې وهڅوي. که چېرې په دې ناسته کې کډون ونکړي، نو په يوه بله همداسې ناسته کې د ګډون پر مهال به خامخا د مدني فعالانو په نوم د ملګرو ملتونو او امريکا له هغو روزل شويو سره مخ کېږي، چې په وينه کې يې له اسلام سره کرکه ګډه شوې خو په ځان يې د پسونو څرمنې راخورې کړي او د انسانيت د خواخوږۍ شعارونه ورکوي. په بين الافغاني ناستو کې د مدني فعالانو ګډون د بهرنيانو غير مستقيم ګډون دی او دوی تر بهرنيانو ځکه ډېر خطري دي، چې بهرنيانو ته ويل کېدای شي چې د افغانستان پر سر خبره به خپله افغانان په خپلو کې حل کوي، خو دوی ته نشي ويل کېدای، ځکه دوی په خپله د افغانيت دعوه کوي او تر ډېره په افغاني ټولنه کې اوسي او مطرح هم دي.

دا هم ولولئ  ایا د بهرنیو یرغلګرو له تېښتې وروسته به جهاد پاي ته ورسیږي او که لا به دوام ومومي؟


زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
Close