تازه او عاجل خبرکابل حالات

نن سهار احمدشاه بابا مېنه کې د کابل ادارې د دفاع وزارت یو ډګرمن او ډریور يې د نامعلوم وسلوال لخوا ووژل شول

راپورونه وايي نن سهار شل کم اته بجې د احمدشاه بابا مېنې نوروز اباد او دریم بلاک تر منځ سرک کې د دفاع وزارت پر اړوند موټر یو تن وسله وال بريد وکړ.
راپورونه زياتوي ډګرمن نقیب الله نظري او ډریور یې عبدالحکیم په دغې بريد کې ووژل شول او بريد کونکی له بريد وروسته د بريد له ځايه په تېښته بريالی شوی.
ویل کیږي ډګرمن نقيب الله نظري د احمدشاه بابا مېنې لومړي بلاک اوسیدونکی و.
د افغانستان پلازمېنه کابل چې امنيتي مشکلات يې تر بل هر ولايت زيات دي سهار مهال هم د دغې ولايت په ارزان قيمت سيمه کې په ورته يو وسله وال بريد کې د کابل ادارې دوه تنه کارکوونکي وژل شوي وو.



دا هم ولولئ  خوست کې مجاهدينو د ملي امنيت يو ظالم کارمند وژلی
Close