تازه او عاجل خبر

د چاد هیواد نوی ټاکل شوی ولسمشر د سختو ټپونو له امله ومړ

د راپورونو پر بنسټ د چاد هیواد نوی ټاکل شوی ولسمشر ادریس دبی د دولت د مخالفو ډلو سره د جګړې په لومړی کرښه کې سخت ټپي شوی وو، چې د ټپونو له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
راپورونه زیاتوی ادریس دبي په چاد کې د شپږم ځل لپاره د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې، چې لومړنۍ پایلې یې د دوشنبې پر ورځ اعلان شوې وې.
د چاد ۶۸ کلن ولسمشر ادریس دبی چې د ۱۹۹۰ کال د پاڅون په نتیجه کې واک ته رسیدلی وو د شپږم پرله پسې ډول سره د هیواد د ولسمشر په توګه وټاکل شو. هغه د روانې اپریل میاشتې په ۱۱ نیټه په چاد کې په ترسره شوو ټاکنو کې د ۷۹ عشاریه ۳ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د ولسمشر په توګه وټاکل شو.



د تازه خبرونو او ویډیوګانو لپاره د توره بوړه ویبپاڼې ټیلیګرام چینل درسره فالو کړئ 

https://t.me/TooraboraPashto

دا هم ولولئ  په امريکا کې وسله والو ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
Close