تازه او عاجل خبرکابل حالات

کابل کې د دښمن په موټریز کاروان چاودنه شوې

د راپورونو پر بنسټ، تېر ورځ کابل ښار پنځلسمې حوزې اړوند د کابل ګوډاګۍ ادارې د امنیت پر عسکرو خونړی برید شوی. ځایې سرچینې وایي، تېر ماخستن ۹:۳۰ بجې شاوخوا د پنځلسمې حوزې اړوند شهید څلور لارې کې چاودنه شوې، خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.
باوري سرچینې زیاتوي، چې چاودنه د کابل ادارې د امنیت اړوند ۲۴۱ ریاست پر عسکرو داسې مهال شوې، چې موټریز کاروان یې د کابل ادارې د امنیت د لوژستیک ریاست ودانۍ ته د ننوتلو په حال کې وو.
ویل کیږي، چې چاودنه ډیره زوروره وه چې غږ یې په لیري سیمو کې اوریدل شوی او د پېښې ځای ته د نږدې کورونو ښیښې یې هم ماتې کړي.
د چاودنې نوعیت لاهم څرګند نه دی او نه هم د پېښې مسؤلیت کوم چا په غاړه اخیستی.



دا هم ولولئ  نامالومه وسله والو د کابل ادارې دوه لوړ رتبه کارکوونکي وژلي
Close