تازه او عاجل خبر

نيويارک کې يو وسله وال ۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د سي ان ان خبري رسنۍ خبر ورکړی، چې يو وسله وال د امريکا په نيويارک ايالت کې په خلکو ډزې کړي او درې تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې.
چارواکي وايي ياد بريد د نيويارک ښار څخه په لس کيلومترۍ کې د سټاپ شاپ په نامه د خوراکي توکو په پلورنځي کې رامينځ ته شوی.
د ځايي پوليسو وياند پيټريک رايډر ياد بريد تاييد کړی او ويلي يې دي، چې بريد ګر چې ۴۹ کاله عمر يې درلود د يوې کوچنۍ اسلحې پر مټ پلورنځي کې پر موجوده خلکو بريد اوکړ، يو تن يې وواژه او دوه نور يې ټپيان کړل.
پوليس وايي د بريدګر د نيولو لپاره يې عمليات پر لاره اچولي خو لا تراوسه يې پر نيولو نه دي توانېدلي.
پوليسو زياته کړې، د ياد بريد انګيزه لا نه ده څرګنده او په اړه يې پلټنې کوي.
دا په نېږدې دوه ورځو کې دوم وسله وال بريد دی، چې ګڼو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.
تر دې يوه ورځ وړاندې هم نامعلومه وسله والو د شپې په تياره کې د امريکا ويسکانسن ايالت اړوند سومرز کلي کې په يو هدفي بريد کې ۳ تنه وژلي او دوه تنه نور يې ټپيان کړي وو.

دا هم ولولئ  نامالومه وسله والو د کابل ادارې دوه لوړ رتبه کارکوونکي وژلي


د تازه خبرونو او ویډیوګانو لپاره د توره بوړه ویبپاڼې ټیلیګرام چینل درسره فالو کړئ 

https://t.me/TooraboraPashto

Close