ټولنيزې ليکنې

د بهرنیو سیریالونو اهداف!

ليکوال: عبدالباسط جهاني

۱-د غرب/اروپایي کلتور په افغاني کلتور کې مدغم کول، او غربي/اروپایي کلتور په افغانستان کې رایج کول.

۲-سیکولر/لیبرال فیمینسټۍ ته ترویج ورکول.

موږ تاسې عملاُ مثالونه یې په سریالونه کې وینو، چې ښځو طلاق ته څنګه هڅول کیږي؟ څنګه نامشروع اړیکې جوړې کړي،…

۳-د سیکولر نظام ترویج لپاره اذهان چمتو کول.

موږ یې عملاً مثالونه وینو، چې تل د افغاني کلتور خلاف سریالونه او خپرونې لري.

۴-له واده/نکاح څخه مخکې د هلکانو او انجونو ګډ/نامشروع اړیکې درلودل، د جنسیت په نه نظر کې نیولو سره د اړیکو عادي کول.

موږ یې عملاً ترکي/هندي سیریالونو کې د میني په نامه د اړیکو عادي کول، او اړیکو ته ترویج ورکولو لارې چارې وینو.

۵- دیني/مذهبي عقاید او باورنو باندې ملنډې وهل، او دین/عقیده جهالت ګڼل، اسلامي مقدساتو ته ارزښت نه ورکول.
۶-د بالغو/ځوانو، هلکانو/انجونو ترمنځ نامشروع اړیکو ترویج…
دلته رسنۍ پرته له سانسور څخه نشرات کوي، چې د اسلامي/افغاني کلتور خلاف.. لباس، مینه، کړنې،نامشروع اړیکې ته ترویج ورکوي، اوس یې موږ عملاً مثالونه په لویو ښارونو کې لیدلی شو،لکه هرات، مزار، کابل.. چې دوي کاملاً غربي ژوند اختیار کړی دی.



Close