تازه او عاجل خبر

په غزه کې د اسراییلو بې پیلوټه الوتکه غورځېدلې

په غزه کې امینتي سرچینو ویلي، چې تېره شپه د اسراییلو د کوپټار په نوم یوه بې پیلوټه الوتکه د غزې ساحې ته د ننوتلو پر وخت وویشتل شوه.
د اسراییلو مقاومت غورځنګ د غورځیدلې بې پیلوټه الوتکې په اړه د معلوماتو راټولولو او د هغې د حرکتونو د تعقیب لپاره ورته ډرونونه کارول پېل کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۱۷ د دیسمبر د میاشتې راهیسې د صهیونیسټ رژیم لخوا د غزې په بیلا بیلو برخو د توغندیو، جنګی هلیکوپټرو او الوتکو په وسیله بریدونه پېل شوي، چې په کې په زرهاو فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي دي.
د بله پلوه، پرون صهیونیسټانو د ختیځ بیت المقدس د مسجد اقصی د انګړ څخه راوتلو فلسطینانو باندې اوښکې بهوونکو ګازونو سره برید کړای، چې په کې ۶ تنه فلسطینیان ټپیان شوي او یو شمیر نورد صهیونیسټانو لخوا نیول شوي دي.

دا هم ولولئ  د کابل لوګر پر لار د اقتصاد وزير وژل شوی


د تازه خبرونو او ویډیوګانو لپاره د توره بوړه ویبپاڼې ټیلیګرام چینل درسره فالو کړئ 

https://t.me/TooraboraPashto

Close