تازه او عاجل خبر

کـنـدهـار کې د کابل ادراې ۳۵ تنه عسکر او اربکیان مجاهدینوسره یوځای شول

په تېرو څو ورځو کې د کندهار ولایت د معروف، نیش، پنجوايي، ارغستان، او ژړۍ ولسوالیو اړوند د کابل مزدورې ادارې ۳۵ تنه عسکر او اربکیان د اسلامي امارت د جلب او جذب کمېسیون د سیمه ییزو مسؤولینو په زیار د حقاېقو په درک کولو سره د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یوځای شول.
دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستان څخه د امریکايي اشغالګرو بشپړ وتلو ته د ګوتو په شمېر میاشتې پاتې دي او په قطر کې د افغان جګړې د خاتمې لپاره پېل شوي بین الافغاني مذاکرات دویم پړاو هم په ټپه دریدلي حالت ته ورته دی، اسلامي امارت ته د کابل ادارې عسکرو د تسلیمۍ سلسله چټکه شوې، چې نږدې هره ورځ لسګونه دولتي عسکر او پولیس د اسلامي امارت مجاهدینو ته تسلیمیږي.



د تازه خبرونو او ویډیوګانو لپاره د توره بوړه ویبپاڼې ټیلیګرام چینل درسره فالو کړئ 

https://t.me/TooraboraPashto

دا هم ولولئ  د قطر هېواد د ماليې وزير نيول شوی
Close