تازه او عاجل خبر

ننګرهار ولایت شیرذاردو ولسوالۍ کې د مزدورو پولیسو دوه پوستې نیول شوي

د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د اسلامي امارت مجاهدینو د کابل ادارې د پولیسو او اربکیانو څخه دوه پوستې نیولې دي.
ځایي خلک وایي، بېګاه شپه د شېرزادو ولسوالۍ په توتو سیمه کې د کابل ادارې د پولیسو او اربکیانو هغه پوستې یې له منځه وړي، چې د ملکي خلکو په کورونو یې هاوانونه وېشتل.
د ځایي خلکوپه خبره، په دغه بریدونو کې ۸ تنه پولیس او اربکیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې حکومت له تېرو اتو میاشتو راهیسې د طالبانو پر ضد عملیات پېل کړي، خو تر اوسه بریالي شوي نه دي.
په شېرزادو ولسوالۍ کې د حکومتي عسکرو د عملیاتو له امله له دې سیمې زرګونه کورنۍ کډه شوي دي.



د تازه خبرونو او ویډیوګانو لپاره د توره بوړه ویبپاڼې ټیلیګرام چینل درسره فالو کړئ 

https://t.me/TooraboraPashto

دا هم ولولئ  د قطر هېواد د ماليې وزير نيول شوی
Close