تازه او عاجل خبر

غور ولايت کې مزدور دښمن د ملکي خلکو کورونه چور او سوځولي.

دغور ولایت دالله یار ولسوالۍ  اړوند د اسفه سنګ  په سیمه کې تېره ورځ ګوډاګي اربکیانو دملکي خلکو پر کورونو یرغل وکړ او یو ماشوم یې شهید کړ  او له چور اوتالان  وروسته  یې  ګڼ شمېر کورونه ، دوکانونه ، د بوټو فارمونه وسوځول، چې له امله یې  خلکوته درانه مالي زیانونه واوښتل.
وروسته مجاهدینو په سیمه کې  له ملکي خلکو نه  په  دفاع لاس پورې کړ اوپه ګوډاګي اربکیانو یې وسلوال برید ترسره کړ چې په پایله کې یې  یو ګوډاګی اربکی ځای پرځای ووژل شو، چې جسد یې دجګړې په ډګر پاتې شو.
په پېښه کې ۲تنه مجاهدین هم زخمیان او یو تن دشهادت لوړمقام ته ورسید.
همداراز دیادي ولسوالۍ  اړوند د جري سرخ  په سیمه کې  هم تېره ورځ  ګوډاګي اربکیانو دملکي خلکو پر کورونو هجوم وروړی  و. په خپل وحشيانه عمل سره اربکيانو یوه ښځه شهیده  او یو سړ یې زخمي کړ او ۲ تنه  ماشومان يې له ځان سره ويوړل.
د دې ترڅنګ وحشي اربکيانو د خلکو ۱۳۰ کورونه او دوکانونه نړولي او درانده مالي زيانونه يې وراړولي او د هغوی موټران يې هم سوځول.

دا هم ولولئ  کندهار او غور کې مجاهدينو ۱۳ عسکر وژلي


د تازه خبرونو او ویډیوګانو لپاره د توره بوړه ویبپاڼې ټیلیګرام چینل درسره فالو کړئ 

https://t.me/TooraboraPashto

Close