سیاسي لېکنې

*د روژې په شپږمه رامنځته شوې، د اسلام د تاریخ مهمې پیښې.*

لیکوال: حمادافغان شیرزاد

تاریخ ځکه لولو چې د خپلو اسلافو او د اسلام لپاره د ورکړل شویو قربانیو له فلسفې خبر شو او استفاده ځینې وکړو.

د ۹۲هـ کال د روژې په شپږمه د اسلام ستر فاتح محمد بن قاسم ثقفي سند فتحه کړ. حجاج بن یوسف چې د عراق والي ولید بن عبدالملک ته خط ولیږلو او د سند د فتحه کولو اجازه یې ترینه وغوښته، هغه له محمد بن قاسم مخکې دوه نور قومندانان د فتحې د ترلاسه کولو لپاره لیږلي وه، خو دواړه د زیات لښکر سره شهیدان شول، وروسته یې بیا محمد بن قاسم چې په دغه وخت ۱۷ کلن ځوان وو د ۱۲زره لښکر سره ولیږلو، چې په پرلپسې توګه یې ډېر ښارونه فتحه کړل.

د ۲۲۳هـ کال د روژې په شپږمه مسلمانانو د عباسي خلیفه معتصم بالله په مشرۍ د رومي سلطنت ستر ښار “عموریة” فتحه کړه.

دا هم ولولئ  د نعمت روان مرګ؛ یوه لنډه تبصره

د ۵۳۲هـ کال د روژې په شپږمه مسلمانانو د صلیبیانو څخه د هغوی ستر ښار “رها” ونیوله دا سیمه چې نن سبا د نیکه د ترکیې او نیمه د سوریې په هیوادونو کې ده دا سیمه د هجرت په ۱۷ کال عیاض بن غنم رض په لاس فتحه شوې وه.

د ۳۶۴هـ کال د روژې په شپږمه رومیانو د بعلبک ښار ونیولو او هلته یې ستر قتل عام وکړ.

د ۵۳۲هـ کال د روژې په شپږمه مسلمانانو د عمادالدین زنګی په مشرۍ د شام د حلب ولایت له اوږد ځنډ وروسته ونیولو.

#یادونه: دا لړۍ دوام لري له موږ سره اوسئ.



زموږ په ویب پاڼه کې هره خپریدونکې لیکنه د لیکوال خپل نظر او تحلیل ده د ادارې توافق ورسره شرط نده
Close