تازه او عاجل خبرکابل حالات

کابل ښار کې افغان شنونکی وسله والو غلو په چاقوانو وهلی

کابل ښار کې چمن حضوري مخې ته وسله والو غلو افغان شنونکی استاد محمد زمان مزمل په چاقوانو وهلی او لوټلی یې دی .
راپورونه وايي، غلو د چمن حضوري مخې ته په موټر کې دننه پرافغان شنونکي استاد زمان مزمل د چاقوانو برید کړی او له نوموړي څخه یې مبایل او یوه اندازه نغدې افغانۍ هم اخیستي.
څو ورځې وړاندې هم نوموړی شنونکی د کابل په ښار کې د غلو له خوا لوټل شوی وخو یواځې مبایل او نغدې پیسې یې ترې اخیستې وې.
په دې وروستیو کې د کابل ښار کې غله هره ورځ په لسګونو کسان د ښار په بېلابېلو سیمو کې لوټي او په چاقوانو یې وهي. د ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال د ښار د امنیت د خوندي کولو په موخه د خفیه امنیتي کیمرو پر لګولو سربېره یو لړ نور اقدامات هم وکړل، خو د کابل د ښار په باامنه کولو کې ځکه ناکام شو، چې په خپله د کابل ادارې امنیتي منسوبین له غلو سره لاس لري.

دا هم ولولئ  ننګرهار کې مجاهدينو د مزدور دښمن يوه پوسته کړې


Close