تازه او عاجل خبرکابل حالات

کابل ښار کې د تیلو پمپ کې اور لګېدنه رامنځته شوې

د کابل ښار شمال په اوولسمه حوزه کې د تیلو یو پمپ کې ستره اور لګېدنه رامنځته شوې.
ځايي سرچینې وايي، دا پېښه د کابل ښار شمال اوولسمې حوزې اړوند کاریز میر سیمه کې د تیلو په یو پمپ کې د پمپ د کارګرو د غفلت په وجه رامنځته شوې، چې له امله یې د تیلو څو ټانکرونو اور اخیستی دی.
د پېښې عیني شاهدان وايي، په دغه اورلګېدنه کې د تیلو د ټانکرونو ترڅنګ شاوخوا یو شمېر دوکانونه او کورونه هم سوځېدلي دي.
د اور لمبې د ښار په لرې سیمو کې هم لیدل شوي، چې له امله یې د ښار په ځینو سیمو کې د برق جریان هم قطع شوی دی. رسنۍ زیاتوي، د پېښې ځای ته د اور وژنې عمله په وخت ونه رسېده نو ځکه اور ډیر زیان اړولې.
همدا راز د مارچ په ۲۵ د کابل ښار په لویدیځ کې د ۳۱ حوزې په دشت برچي سیمه کې د لیلامي توکو پر سرای کې هم اور لګېدلی و، چې د کابل مزدورې او ضعیفې ادارې د بې پروایی له وجه سراېوان او دوکاندارانو ته درانده مالي او زاني تلفات اوښتي و دوکاندارانو د کابل ادارې مربوطه پولیسو ته د اور لګېدنې په اړه خبر ورکړی و خو هغه وخت یې مرستې ته حاضر شول چې اور په سرای او دوکانونو کې هر څه له مینځه وړي و.

دا هم ولولئ  د کابل ادارې د هرات ولایت اُوبه ولسوالۍ طالبانو ته پریښودله


Close