توره بوړه پیغامونه

د محترم سيد حسين جان آغا رحمه اللّٰه د وفات په اړه د مولوي صيب انوارالحق مجاهد تعزيتي پيغام

بسم الله الرحمن الرحیم.
الحمدلله والصلاة والسلام علی رسول الله
وبعد! په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې زمونږ د محترم والد صیب رحمه الله ډېر سابقه دوست، دیني عالم او د روحاني کورنۍ مشر محترم محمد حسین جان اغا صیب رحمة الله علیه د اجل داعي ته په کویت هېواد کې لبیک ویلی. دا چې نوموړي په خپل ژوند کې جامعې ته پراخ خدمتونه کړي او تکلیفونه یې ګاللي؛ له الله تعالی څخه ورته د قبولیت دعا کوم. زه د ځان او خپلې کورنۍ د مشرانو او کشرانو له لوري د نوموړي محترمو اولادونو، کورنۍ او دوستانو ته د تعزیت مراتب وړاندې کوم او له الله تعالی څخه ورته عفوه، مغفرت، رحمت، جنة الفردوس او پس ماندګانو ته جمیل صبر او عظیم اجر غواړم.
عظم الله اجرکم وغفر لمیتکم و احسن عزاءکم
والسلام علیکم
د عالقیدر خالص بابا رحمه الله زوی او ځایناستی انوارالحق مجاهد



Close