تازه او عاجل خبرکابل حالات

کابل ښار کې د کابل ادارې ۳ تنه د امنیت کارمندان وژل شوي

د هدفي بریدونو په لړۍ کې نن ماسپښین ۲:۳۵ بجې د کابل ښار په اوله ناحیه کې د کابل ادارې د امنیت ۳ تنه کارکوونکي وژل شوي.
ځايي سرچینې وايي، یاد برید د اولې ناحیې اړوند د شور بازار په سیمه کې شوی او بریدکوونکي په تېښته بریالي شوي دي .
په دې ورستېو کې په کابل ښار او ولسوالېو کې د هدفي بریدونو کچه په بې ساري ډول لوړه شوې ده او هره ورځ د کابل ښار او ولسوالۍ د هدفي بریدونو شاهدان وي.
همدا راز پرون ماسپښين هم داسلامي امارت مجاهدینو د فضل الله په نوم د کابل ادارې هغه افسر وژلی و، چې د باګرام په زندان کې یې پر طالب بندیانو ظلمونه او وحشت کاوه.
دغه وژل شوی ضابط له څه مودې څخه راپه دیخوا د مجاهدینو تر څارنې لاندې و، چې تېره ورځ یې د یو ځانګړي برید په پایله کې د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په بلسان سیمه کې په نښه کړ.
د کابل اداره له پرلپسې هڅو او نیونو سره سره ندی توانېدلی، چې د هدفي وژنو مخه ونیسي.

دا هم ولولئ  د چین حکومت زندانیان په زور دې ته مجبوروي چې د بدن غړي وپلوري


Close